د علامه ابن حبان بستي مقبره به ترمیم او ورغول سي

د ارشاد حج اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ ادارو مسئولین وايي: هلمند کي به د علامه ابن حبان بستي مقبره چي سلګونه کلونه تاریخ لري، له سره ورغوي.

علامه ابن حبان بستي، د نړۍ په کچه یو ستر محدث تیر سوی، چي اوس مهال يې مقبره د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

ابو حاتم محمد ابن حبان بستي د نړۍ په کچه یو برجسته محدث و، چي د ۲۷۰ څخه بیا تر ۳۵۴ هجرې قمري کلونو په منځ کي يي ژوند کړی.

نوموړي د اسلامي علومو ترڅنګ په طب، ستوري پيژندنه، او فلسفه کي هم علم درلود او په دې برخه کي يې ګڼ شمیر کتابونه تالیف کړي، چي د نړۍ تر هیوادونو رسېدلي دي.

د ابن حبان بستي، مقبره د هلمند د بست تاریخي کلا جنوب لورته په یو کیلومتري کي موقیعت لري، چي اوس د نړېدو او له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

د دې مقبرې د بیارغوني لپاره هلمند کي تازه هڅي را پیل سوي دي ، چي د حج ارشاد اوقافو رئیس حافظ محمد داود مدقق وايي ، د هلمند والي له سپارښتني سره سم ، به د اطلاعاتو او کلتور ریاست ، او ښارجوړوني ادارې په مرسته او همکارۍ دغه مقبره بیا ورغول سي.

د دوی په وینا تخنیکي ټېم د دې مقبرې لومړني مالومات او سروې ترسره کړه ، او هیله لري ، چي په نږدې وختونو کي به يي د بیارغوني چاري پیل سي.

بل پلو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمیدالله ویاړ وايي : د دې مقبرې د جوړوني په اړه يي له لرغون پيژندونکو سره خبري کړي دي ، او زیاتوي ، چي په دې برخه کي به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو ریاست هم همکاري وکړي.

هلمند کي ګڼ شمېر نورې تاریخي سیمي ، او مقبرې سته ، چي بیارغوني او کار ته اړتیا لري ، که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو نیسکو ادارې د دې ابداتو د بیارغوني ژمني کړې ، خو لا تراوسه کوم عملي اقدام نه دی ترسره سوی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...