د عامي روغتيا رياست خبرتيا

دکندهار دعامي روغتيا رياست اړوند دميرويس روغتون دمړو په يخچال کي ۱۷ جسدونه، چي هويت يې نه دی معلوم او دمختليفو عواملو له سببه يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دډېري مودې راهيسي پراته دي که چيري دکوم چا دکورنۍ غړي او يا دوست پکښې وي کولای سي ميرويس روغتون يا دعامي روغتيا رياست دعدلي طب مديريت ته دجسدونو يا عکسونو دليدلو په موخه مراجعه وکړي او خپل مړي ترلاسه کړي.

 

x

دا هم وګورئ

د ټرافيکو مديريت خبرتيا

د ټولو موټرانو مالکينو او متصرفينو ته خبر ورکول کېږي، چي د خپلو نقليه وسايطو ...