د بېلابېلو سيمو يو شمېر مشرانو دکندهار والي سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ د هلمند د موسي کلا او کندهار د سپين بولدک ولسواليو مشرانو او ځوانانو له کندهار والي حيات الله حيات سره د بېلابېلو ليدنو پرمهال د مبارکۍ په موخه وکتل.

لومړی د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ مشرانو کندهار ته د ښاغلي حيات پر راتګ د خوښۍ ښودلو ترڅنګ هغه ته په چارو کي د برياليتوب هيله وښودل.

همدارنګه د بولدک ولسوالۍ مشرانو په يو شمېر برخو کي له سره ستونزي هم شريکي کړې چي په وينا يې په ياده ولسوالۍ کي يو شمېر کسانو مځکي غصب کړي او د هغه د خلاصولو په برخه کي يې د کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

دغه راز د هلمند ولايت د موسي کلا ولسوالۍ اوسېدونکو هم د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په هلمند ولايت کي د هغه د غوره خدمت د ترسره کولو ستاينه وکړه او په دغه ولايت کي يې هم د غوره خدمت کولو هيله له هغه څخه وښودل.

په وار سره کندهار والي هم د خپلو خبرو پرمهال د مشرانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: په خپل ټول توان سره به د کندهار ولايت اوسېدونکو ته نه ستړي کېدونکي هلي ځلي ترسره کوي.

دغه راز نوموړي د بولدک ولسوالۍ مشرانو ته د يادي موضوع د حل په موخه د امکان ترحده ډاډ ورکړ او اړوندو مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه ترڅو ياده موضوع په دقيق ډول وڅېړي.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...