د اوبو دکانالونو او ويالو لپاره د استينادي ديوالونو د جوړولو چاري بايد ژر پيل سي

کندهار والي حيات الله حيات دغه څرګندوني د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار د دريايي حوزې له مسولينو سره د ليدني پرمهال وکړې.

د کندهار ددريايي حوزې رئيس او راغلو انجنيرانو له کندهار والي سره هغه پلان هم شريک کړ، چي په دې اړه يې په څلورو ولسواليو کي سروې ګاني بشپړي کړي وې.

د کندهار ددريايي حوزې مسؤلينو له کندهار والي حيات الله حيات سره په ليدنه کي نوموړي ته د هغه سروې  ګانو په اړه معلومات ورکړل، چي د کندهار په پنجوائي، ژړۍ، ارغنداب او ډنډ ولسواليو کي يې د ويالو او کانالونو د جوړولو لپاره کړې وه.

ددغه سروې چاري اوس بشپړي سوي او د جوړېدو پر پلان يې کار کيږي.

د کندهار ددريايي حوزې رئيس توريالي محبوبي وویل، چي په سروې کي يې ټولي هغه سيمي او ويالې په نښه کړي، چي سيلابي اوبه پر راوښتې او د خلکو کورونو او زراعتي مځکو ته به يې زيان رسوی.

دوئ دغه راز کندهار والي ته د دهلي بند د پراختيا او دغه راز په ارغستان ولسوالۍ کي د لوړې بند په اړه هم معلومات ورکړل.

د کندهار ددريايي حوزې رئيس وویل، چي د جمهوررئيس له لوري د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د جوړېدو پلان هم منظور سوی دی.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې.

ښاغلي حيات له راغلو مسؤلينو او انجنيرانو غوښتنه وکړه، چي پر سروې سوو سيمو باندي ژر کارونه پيل کړي ترڅو په اساسي ډول پرمخ ولاړ سي.

کندهار والي وویل، چي په ولسواليو کي د اوبو د کانالونو لپاره د استينادي ديوالونو نه شتون د خلکو کورونو او زراعتي مځکو ته لوی زيانونه اړولي دي.

کندهار والي وویل، چي په دې برخه کي ولايت مقام ډېر جدي دی او غواړي په کليوالي سيمو کي ويالې او د اوبو کانالونه په اساسي ډول ورغوي.

هغه په دې برخه کي د اړونده رياستونو سره د ولايت مقام پر هرډول همکارۍ ټينګار وکړ.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...