د ارشاد، حج اوقاف رياست خبرتيا

د کندهار ديني عالمانو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي، چي پر لاندي شرايطو برابر وي:

۱ـ لږ تر لږه په ديني علومو کي د ۱۴ ټولګي سند ولري.

۲ـ د امامت يا تدريس درلودل.

۳ـ عمر ئې د ۳۰ او ۶۰ کالونو تر منځ وي.

۴ـ له نورو ځانګړومعيارونو څخه هم برخمن وي.

د حاجيانو د لارښووني او چوپړ له پاره د ناظمينو نوم ليکنه او په ازموينه کي د ګډون په خاطر د رواني مياشتي له اوومي نېټې څخه تر ۱۶ نېټې پوري له دوو قطعو عکسونو، د تحصلي اسنادو کاپي او د تابيعت تذکرې سره د کندهار ارشاد، حج اوقاف رياست کي د حاجيانو پنډغالي ( مجتمع حجاج) ته مراجعه وکړي او د لارښووني سره سم په ازموينه کي ګډون وکړي.

خويندي هم کولای سي ګډون وکړي او بايد پر لاندي شرايطو برابري وي:

۱ـ لږ تر لږه په ديني علومو کي د ۱۲ ټولګي سند ولري.

۲ـ بالفعله د تدريس درلودل

۳ـ عمر ئې د ۳۰ او ۵۰ کالونو تر منځ وي

۴ـ له نورو ځانګړو معيارونو څخه برخمني وي.

x

دا هم وګورئ

د ټرافيکو مديريت خبرتيا

د ټولو موټرانو مالکينو او متصرفينو ته خبر ورکول کېږي، چي د خپلو نقليه وسايطو ...