د ارزګان د پوهني ریاست لخوا د ( پوهنه رڼاده) تر شعار لاندي کمپاین ترسره کړ

په دغه موټریز کمپاین کې د پوهني اړوند شعارونه لیږدول کیده او له کورنیو څخه غوښتنه کیده چې ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

د ارزګان پوهني ریاست د نوي تعلمي کال لپاره ښوونځیو ته د ماشومانو د لیږد لپاره نوي هڅي پیل کړي.

دغه ریاست نن پوهنه رڼا ترشعار لاندي موټریز کمپاین په لاره اچولی و، او له کورنیو یې غوښتنه کول چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم همیدزي وویل دغه کمپاین یې ځکه په لاره اچولی ترڅو خلک او د کورنۍ مشران د تعلیم په ارزښت پوهه او په نوي تعلیمي کال کې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

د ترینکوټ ښاریان او د کورنۍ غړي هم زده کړه د ښه راتلوونکي لپاره خورا اړینه بولي او له نورو هم غوښتنه کوي چې ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

ارزګان کې ټول ۲۳۲ ښوونځي سته چې ۱۶۰ یې خلاص او ٧٢ نور يې د بېلا بېلو ستونزو له امله تړلي دي.
خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...