دکندهارښاروالۍ اړوند۱۴مه ناحيه کي به په ازمايښتي ډول دکوڅو دنوم ايښوولو او کورونو ته د نمبر ورکولو لړۍ پيل سي

دغه پروګرام، چي د USAID د ښار پروګرام تر چتر لاندي پلي کيږي، چي په ترڅ کي به ئې د څوارلسمي ناحيې ټولو کوڅو او لس زره کورونو ته نومونه او نمبرونه ورکول سي.

د دې پروګرام مالي لګښت پنځوس زره امريکايي ډالره دی، چي د USAID مرستندويه موسسې له لوري ورکول کيږي.

د کندهار ښاروالۍ مسؤلين وايي د USAID د ښار پروګرام تر چتر لاندي به څوارلسمه ناحيه کي د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همږغي کوڅو ته نومونه او  لس زره کورونو ته  نمبرونه ورکړي.

کندهارښاروال محمد نسيم رضايي وايي دغه پروګرام په ازمايښتي ډول په څوارلسمه ناحيه کي د ټولو نړيوالو اصولو په نظر کي نيولو سره عملي کيږي او که چیري ښه نتجه ورکړي د ښار ټولي ناحيې به په بر کي ونيسي.

ښاغلی رضايي وايي دا پروګرام به د سيمي د اوسېدونکي سره د عاجلو واقيعاتو په وخت کي مرسته وکړي، ترڅو يو کس په اسانۍ سره وکولای سي د کوڅې او کورو ادرس پيداکړي.

ښاروالي محمد نسيم رضايي ښاريانو ته ډاډ ورکوي، چي داځلي به د ادرس په دې پروګرام کي ټولي هغه نيمګرتياوي جبران سي، چي څو کاله مخکي د ورته پروګرام په لړ کي موجودي وې.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...