دښځو چارو وزارت غواړي دښځو دوضعيت دښه کېدلو په هدف لس کلنه ستراتيژي جوړه کړي

په همدې موخه دیکشنبې په ورځ دښځو چارو وزارت دپالېسي معينه سپوږمۍ وردګ دکندهار والي حيات الله حيات سره دهغه دکار په دفتر کښي وکتل .

اغلي وردګ ليدنه کي کندهاروالي ته دخپل سفردهدف ترڅنګ د فعاليتونو په اړه هم معلومات وړاندي کړل.

ليدنه، چي ولايت مقام کي ترسره سول پرمهال يې دښځو چارو وزارت دپالېسي معيني سپوږمي ورک وويل، چي کندهارته يې دراتګ هدف دغلته دهغه لس کلني ستراتيژي په تړاو دنظرونو او وړانديزونو راټولول دي، چي اړوند وزارت يې دميرمنو دژوند ښه کېدلو په موخه جوړه وي.

اغلي وردک وويل، چي تيري لس کلني ستاتيژی هم ښه لاسته راوړني لرلې او دافغان ميرمنو ژوند کي اړين سهولتونه رامنځته سوي.

دغه راز کندهاروالي حيات الله حيات هم دښځو دژوند ښه کېدلو په برخه کي دلس کلني ستراتيژي پلي کېدل يو ښه اقدام وباله او ډاډ يې وړاندي کړ، چي ولايتي اداره به هڅه وکړي ترڅو دښځو دحقونو په ورکړه کي مثبت ذهنيت رامنځته کړي.

ښاغلي حيات وويل، چي ښځي دټولني نيمايې برخه تشکيلوي او اړتياده څو دولت دغه مهم کِشر ته لازيم خدمات وړاندي او  پوره درناوې يې وکړي.

تردې ليدني وروسه اغلي وردک هغه غونډه کي، چي دګڼو ميرمنو په ګډون ولايت مقام کي جوړه سوي وه ګډون وکړ او دجوړيدونکي ستراتيژي په اړه يې دمسئولينوترڅنګ د ميرمنو نظرونه او وړانديزونه واورېدل.

دغه غونډه کي لومړي مرستيال والي عبدالحنان منيب خبري وکړي او دښځو دوضعيت ښه کېدلو برخه کي يې جوړېدونکي ستراتيژی اغيزمنه ياده کړل.

ښاغلي منيب ډاډ وښود، چي دولت ژمن دي ترڅو دښځو حقوق پیاده او دوړونو ترڅنګ دوی ته هم دښه ژوند سهولته برابرکړي.

مرستيال والي دميرمنو وغوښتل ترڅو داداري چوکاټ ترڅو بيلابيلو ارثو کي هڅوني وکړي او دهيواد په ابادۍ کي برخه واخلي .

دغه راز دښځو چارو وزارت دپاليسې معيني سپوږمي وردک هم غونډه کي دتيري او راتلونکي پاليسې په اړه معلومات وړاندي کړل او وويل، چي اړوند وزارت غواړي په دې سره دښځو ژوند کي مثبت تغير رامنځته او دژوند اسانتياوي برابري کړي .

اغلي وردک دغونډي دګډونوالو وغوښتل ترڅو هغه نيمګړتياوي او وړانديزونه ورسره شريک کړي، چي په مرسته يې دښځو وضعيت ښه کېدلای او ستونزي حلېدلای سي.

ددې ترڅنګ غونډه کي دګډون والو ترمنځ ګروپي کار هم ترسره او ددجوړيدونکي لس کلني ستراتيژي په اړه نظرونه او وړانديزونه هم په ليکلي بڼه واخيستل سول ترڅو ديوه منظم طرزالعمل په اساس پاليسې کي ځای پرځای سي .

ديادوني وړده، چي لس کاله وړاندي هم ياد وزارت دښځو دژوند ښه کېدلو په موخه ستراتيژی جوړه کړي وه، چي ۲۰۱۸ م کال کي پایته ورسېدل او مثبت اغيز يې درلود.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...