دپنجوايي ولسوالۍ په ۱۸۴ کلیو کي د ولسي تړون پروګرام پراختيايي کارونه روان دي

په پنجوايي ولسوالۍ کي دیوې غونډي پر مهال د ۱۸۴ کلیو لپاره ۳۵ کلسترونه جوړ سول، چي پکښي په ټولنیزو چارو کي د کندهار مرستیال والي، د کلیو پراختیاء رئیس، د ولسي تړون ولایتي مسؤلینو، ددې ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي وګړو ګډون کړی ؤ.

په غونډه کي ولسي وګړو او قومي مشرانو ددې ملي پرګرام هر کلی وکړ او زیاته يې کړه، چي د پنجوايي اوسېدونکي په پوره یووالي ددې ولسي تړون د ملي پروګرام ملاتړ کوي.

په کندهار کي د ولسي تړون ملي پرګرام له لاري د پنجوايي ولسوالۍ په ۱۸۴ کلیو کي د پراختیايي شوراګانو څخه ۳۵ کلسترونه جوړ سول، چي له مخي به یې په دې ولسوالۍ کي د ابیارۍ سیستم، ښوونځي، پلونه جوړ او هم به د خلګو په غوښتنه نور د بیا رغوني کارونه وسي.

د پنجوايي ولسوالۍ د سلو څخه د زیاتو کلیو لپاره د بیا رغوني د کلسترونو د جوړولو د غونډي پر مهال ددې ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وویل چي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسي تړون پروګرام لپاره خوښ دي او هم ورڅخه ملاتړ کوي.

ښاغلي اسحاقزي وویل چي تر دا مهاله ولسي تړون ته ورته درې نور ملي پروګرامونه پلي سوي خو په خبره یې اساسي او اړین کارونه یې نه دي تر سره کړي بلکي لنډ مهاله او پروژيي پلانونه یې عملي کړي دي.

نوموړي په دې ولسوالۍ کي د ښونځیو او سولري برېښنا د جوړولو غوښتنه وکړه، چي په خبره یې لومړني کارونه یې مخکي سوي او هم مځکي ورته ځانګړي سوي دي.

دې ته ورته د پنجوايي ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس حاجي عبدالرحیم زیاته کړه چي د پنجوايي ولسوالي ټول اوسېدونکي د دولتي له لوري د ټولو پراختیايي کارونو هرکلی او ملاتړ کوي .

د هغه په خبره د پنجوايي ولسي مشرانو د ولسي تړون ملي پروګرام ته ځکه خوشحاله دي چي د بیا رغوني کارونه ددوی سره په مشوره تر سره کیږي.

بل لوري د کلیو اوپراختیا رئیس محمدنسیم ایوبي وویل چي په ولسوالیو کي د ولسي تړون ملي پروګرام له لاري به په دې ولسوالۍ کي د ابیارۍ سیستم، پلونه پلچکونه، ښوونځي او ورته نور د بیا رغووني کارونه وسي .

نوموړي وویل چي اوس مهال د پنجوايي ولسوالۍ په ۱۸۴ کلیو کي د ولسي تړون د ملي پروګرام کارونه دسیمي د خلګو د غوښتنو مطابق روان دي او هم به په دې ولسوالۍ کي نور د بیا رغوني پلانونه عملي کړل سي .

د ولسي تړو د کلسترونو جوړولو د غونډي په وروستیو کي په ټولنيزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري خبري وکړې او زیاته یې کړه چي ددې ولسوالۍ اوسېدونکو د امنیت په ټینګښت او نور پراختیايي برخو کي د دولت سره همکارې کړې او لاهم باید دغه ډول همکاري جاري وساتي.

ښاغلي دستګیري وویل چي د ولسمشر له لوري د اقراء پروګرام له لاري به ښوونځي جوړي سي او د ولسي تړون پروګرام له خوا به نور پراختیايي کارونه تر سره سي .

هېره دي نه وي چی  د ولسي تړون ملي پروګرام په ولسواليو کي د کلیو پراختیا ریاست او په ښار کي د ښاروالۍ له لوري عملي کیږي چي له مخي يې د بیارغوني کارونه کیږي، چي د مسؤلینو په خبره تر دا مهال دا ملي پرګرام د کندهار په درو ولسوالیو پنجوايي ، تخته پول او بولدک ولسوالۍ کي شروع سوی دی.

خبریال:احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...