دولت او خلک دي دخبریالانو خوندیتوب کي مرسته وکړي

د هلمند خبریالان وايي: پروخت مالوماتو نه لاس رسی او د امنیتي ګواښونو له امله يې فعالیتونه ستونزمن سوي دي.

دوی له دولت او ولسونوغواړي، چي د خبریالانوملاتړ وکړي او د ژوند خوندیتوب په برخه کي ګډه مرسته وکړي.

هلمند کي دخبریالانو ټولنه، او د سیمه یزو رسنیو مسئولین وايي: ورځ تر بلي دخبریالانو په وړاندي امنیتي ګواښونه ډیریږي، دوی وايي، د سباوون ټلویزیون پر خبریال نثار احمد احمدي برید دغه ګواښونه نورهم درانه کړي دي.

هلمند کي د خبریالانو د ټولني مشر زین الله ستانکزی او د شمشاد ټلویزیون خبریال سردارمحمد سروري وايي: رسنۍ او خبریالان له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، او باید دولت د هغوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، او ژمني عملي کړي.

د دوی په وینا پر وخت مالوماتو ته نه لاس رسی، دغه ستونزه نوره هم ډېره کړې، او باید دولت خپلو رسنیزو برخو ته د مالوماتو په ورکړه کي جدي اقدامات وکړي.

هغوی له ولسونو او دولت څخه غواړي، چي خبریالانو د ټولني دستونزو دحل او راسپړولو دنده لري پکار ده، چي د ژوند خوندیتوب او ورسره همکارۍ ته يي په ګډه کار وسي.

بل پلو دهلمند د والي ویاند عمر ځواک مني، چي په امنیتي او ځیني نورو خبرونوکي دچټکو مالوماتو خپرولو کي ستونزي سته، خو دی وايي د دې ستونزو د حل لپاره د ولایت مقام هڅه پیل کړې ده، او دغه راز يي د هلمند والي له خوا د رسنیو د استازو سره وخت ناوخت غونډي جوړي سوي دي، او د هغوی د ستونزو د حل د ګواښونو د مخنیوي او ژوند خوندیتوب برخه کي يي پوره هڅي او کوښښونه کړي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي : په تېر دوه زره اتلسم کال کي د ټول هیواد په کچه له خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي ۱۲۱ پيښې رامنځ ته سوي دي ، چي ۱۵ يې یوازي په جنوبي ولایاتو کي ثبت سوي دي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...