دمرستيال والي په مشرۍ د راتلونکي مالي کال دپرمختيايي پلان لپاره تدابيري غونډه وسوه

دکندهار د مرستيال والي عبدالحنان منيب د ۱۳۹۹ کال د پرمختيايي پلان د جوړېدو په تدابير غونډه کي وويل ،چي د دغه کال په پرمختيايي پلان کي دي ليري پرتو ولسواليو، متوازني پرمختيا او اساسي پروژو ته ځانګړی ځای ورکول سي او د ولس د غوښتونو او ضرورتونو مطابق دي دغه پلان ترتيب او مرکزي ادارې ته د منظورۍ لپاره واستول سي.

په دغه غونډه کي، چي د يوشمېر سکتوري ادارو رئيسانو او د اِسلا پروګرام مسؤلينو هم برخه اخيستې وه مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چي د ۱۳۹۹ کال په پرمختيايي پلان کي به هغه اساسي او مهمو پروژو ته ځای ورکړي، چي د ولس غوښتنه او ضرورت وي.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...