دمخابراتي شبکو مسؤلين دي په لېري پرتو ولسواليو کي فعاليتونه زيات کړي

مرستيال والي عبدالحنان منيب دغه څرګندوني د مخابراتي شبکو د ولايتي مسؤلينو او يو شمېر ولسوالانو سره په جوړه سوې غونډه کي وکړې.

په دغه غونډه کي د مخابراتي شبکو مسؤلينو او ولسوالانو خپلي ستونزي او غوښتني بيان کړې او د ستونزو پر حل لارو ئې بحث وکړ.

په دې غونډه کي لومړی ولسوالانو په ولسواليو کي د مخابراتي شبکو نه فعاليت د ولسواليو د اوسېدونکو يو له اساسي ستونزو او غوښتونو څخه ياده کړه، چي په وينا ئې د کلونو راهيسي د ولسواليو اوسېدونکي غوښتنه کوي، چي دوئ ته دي د مخابراتي شبکو خدمات ورسيږي.

ولسوالانو وويل دوئ د ټولو مخابراتي شبکو سره هر ډول مرستي ته اماده دي او که چيري دوئ وغواړي په ولسواليو کي خپل خدمات پيل کړي په ټولو برخو کي به ورسره مرسته وکړي.

هغوئ وويل مخابراتي شبکې دي په ولسواليو کي سالم رقابت مخ ته يوسي او د ستونزو پر ځای دي په ګډه همږغي کار وکړي.

بل خوا د مخابراتي شبکو ولايتي مسؤلينو په خپل وار سره خبري وکړې او وې ويل، چي دوئ د امنيتي ستونزو له امله نه سي کولای په ټولو ولسواليو کي خپل خدمات وړاندې کړې؛ په وينا ئې که چيري زمينه ورته برابره سي دوئ سر له اوسه اماده دي، چي په ټولو ولسواليو کي خپل خدمات پيل کړي.

تر يادو خبرو وروسته د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل په ولسواليو کي مخابراتي خدمات د ولسواليو د اوسېدونکو قانوني حق دی او دغه حق بايد د هري ممکنه لاري ورته ورسيږي.

ښاغلي منيب وويل نا امني د ټولو ستونزو ږېږنده ده او وې ويل، چي ولسوالان او د مخابراتي شبکو مسؤلين بايد د ولسواليو د قومي مشرانو او سپين ږرو څخه په استفاده وسله والو مخالفين دې ته اماده کړي، چي عامه خدمات هيڅ راز سياسي بڼه نه لري بلکي دغه عامه خدمات د ولس غوښتنه او د دوئ اساسي حق دی.

مرستيال والي ولسوالانو ته هدايت وکړ، چي د مخابراتي شبکو د ولايتي مسؤلينو سره په همږغي يو منظم پلان جوړ کړي او د هغوئ سره هر اړ خيزه مرسته وکړ،ترڅو په ټولو ولسواليو کي مخابراتي خدمات  پيل سي.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...