دغورک ولسوالۍ اوسېدونکو دکندهاروالي سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د غورک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ولايت مقام ته راغلي وه، کندهار والي حيات الله حيات ته ئې د نوي دندي مبارکي ورکړه او په چارو کي ئې د بريا غوښتنه ورته وکړه.

د غورک ولسوالۍ اوسېدونکو د يادي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کي د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، دوی يادونه وکړه، چي همېشه ئې د حکومت ملاتړ کړی او غوښتنه ئې وکړه، چي حکومت هم بايد د دوی ستونزو حل ته ډېر پام وکړي.

کندهار والي حيات الله حيات د غورک ولسوالۍ د اوسېدونکو څخه مننه وکړه او د ستونزو د حل په برخه کي ئې پوره ډاډ ورکړ، کندهار والي د يادي ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چي د حکومت سره دي خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي او په خپله سيمه کي دي د امنيتي ځواکونو سره کمک وکړي.

په ورستيو کي د غورک ولسوالۍ څخه راغلو کسانو کندهار والي ته د اعزاز لنګوټه ور پر سر کړه او په چارو کي ئې د بريا غوښتنه ورته وکړه.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...