دعامي روغتيا رياست سره د ۵ قلمه طبي سامان الاتو مرسته وسوه

د کندهار د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا یاده مرسته پر ځای بولي او وايي، ترڅو هغو روغتیايي مرکزونو ته يې وسپاري، چي دا ډول طبي وسايلو ته اړتیا ولري.

د کندهار د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د يادو مرسته سوو طبي وسايلو د تر لاسه کولو پر مهال په المان کي د میشتو افغاني روغتیا پالانو د ټولني څخه د زړه له کومي مننه وکړه، چي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د روغتیايي مرکزونو سره يې د طبي وسايلو مرسته وکړه.

دده په وینا د کندهار ولايت روغتیايي مرکزونه د طبي وسايلو د کمښت سره مخ دي، چي باید په دې برخه کي هغه شتمن هیوادوال چي په  بهرنیو هیوادونو کي ژوند کوي، مرسته وکړي.

دی زیاتوي، په مرسته سوو طبي وسايلو کي ۲۵ پايې چپرکټونه،۲۰ پايې د معلولینو لاسي ګاډۍ، دوې پايې د الټراساونډ ماشینونه، دوه دانې کاردیک منیټرونه شامل دي، چي د ښار او ولسوالیو تر اړوند روغتیايي مرکزونو پوري به ژرتر ژره ورسېږي.

همداراز په جنوب غرب حوزه کي د افغاني سرې میاشتي مسئول محمد جاوید نیک زاد وايي، په المان کي د میشتو افغاني روغتیاپالانو د ټولني دغه مرسته يې د کندهار ولايت دعامي روغتیا تر ریاست پوري راورسول او هڅه کوي چي په راتلونکو کي هم د عامي روغتیا ریاست سره په ګډه همکارۍ د روغتیايي مرکزونو هغه نیګړتیاوي چي د طبي وسايلو په برخه کي موجودي دي، د ځان سره نوټ او تر اړونده مرسته کوونکو ډونرانو پوري يې ورسوي.

دیادوني وړده، چي تر دې وړاندي هم د اندونیزیا هیواد لخوا د میرویس حوزه وي روغتون د جراحي وارډ سره د طبي وسايلو مرسته سوې وه، چي پکښي د اړتیا وړ بیلابیلا طبي سامات الات شامل وه.

خبریال: عبدالقیوم شکوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...