دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي وکړې او زیاته یې کړه چي خبریالانو د ټولني د ستونزي سپړونکي او مبارزین دي .

په دغه غونډه کي کندهار مېشتو خبریالانو خپلي ستونزي د کندهار والي سره شریکي کړې او د حل په موخه یې د اقداماتو غوښتنه وکړه .

د سي شنبې په ورځ په کندهارولایت مقام کي د خبریالانو د خوندیتوب غونډه جوړه سوه چي پر مهال یې د ځينو ستونزو یادونه او د ولایتي ادارې څخه یې د حل غوښتنه وسوه .

غونډه د کندهار مرستیال والي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر په خپل خبرو پیل کړه چي پر مهال یې وویل هغه ستونزي چي په تېرو غوڼدو کي يې یادونه سوې تر ډېره حده حل سوي خو په خبره یې لا هم زیاتي ستونزي د ځينو مشکلاتو له امله نا حله پاته دي .

دې ته ورته کندهار کي د خبریالانو د ځينو نهادونو مسؤلینو او او خبریالانو په نوبت سره خبري وکړې او د معلوماتو د شریکولو ، اقتصادي او امنیتي ستونزو په اړه یې بحث وکړ .

خبریالانو وویل چي په کندهار کي ۱۴ راډیوګاني درې تلوېزیوني شبکې او درې چاپي رسني شتون لري خو په خبره یې د اقتصاد ټيټوالي دې ته اړ کړي چي نور فعالیت ودروي .

هغوي همدارنګه وویل چي خبریالانو ته امنیتي ګواښونه موجود دي خو امنیتي ځواکونو یې د خبرداري څخه بغیر د امنیتي مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره کار نه دي کړي .

بل لوري د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤلینو او د رسنیو استازو زیاته کړه چي دولتي مقامات ورسره وعدې وکړي او عملي کړي یې نه دي هغوي زیاته کړه چي د شهید سوي خبریالانو د کورنیو سره د مرستو او نور برخو کي دي ولایت مقام خپلي ژمني عملي کړي .

دې ته ورته کندهار والي حیات الله حیات وویل چی د ټول ولس او په خاص ډول د خبریالانو خوندي ساتل د دولتي مسؤلینو دنده ده او په دې برخه کي یې د لازمي اقداماتو ډاډ څرګند کړ .

ښاغلي حیات زیاته چي خبریالانو ته د معلوماتو د لارسي په برخه کی کار کوي او په خبره یې ددې څخه وروسته هر خبریال کولای سي په ډېره اساني د هري دولتی ادارې څخه معلومات تر لاسه کړي او تر خلکو پورې یې ورسوي.

کندهار والي وویل د خبریالانو د اقتصادي ستونزو د مخنوي په برخه کي به د بهرنیو ډونرانو سره خبري کوي خو وايي چي کندهار محلی رسني دي معیار وساتي او نوښت باید وکړي.

پاته دي نه وي، چي د عدلي او قضايي ارګانونو استازو هم ويناوي وکړې او د خپلو اړخونو يې د خبريالانو سره د پوره همکاريو ډاډ څرګند کړ.

خبریال:احمشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...