دتخته پول ولسوالۍ د مالدارانو سره دحيواني خورکې مرسته وسول

مسئولين وايې، چي ياده مرسته دهغه لړۍ برخه ده، چي دوچکالۍ دجبران په سبب دمالدارۍ دپیاوړتيا په لپاره تر سره کيږي.

دکرهڼي اومالدارۍ رئيس وايي دوی پلان لري ترڅو دريو ولسواليو کي شپږنيم زره کورنيو سره ياده مرسته ترسره کړي.

ياده مرسته د کندهار د کرهني اومالدارۍ رياست او APO مرسته کونکي ادارې له لوري برابرسوې، چي دچهار شنبې په ورځ په ټولنيزو چارو کي دولايت مقام دمرستيال حاجي اغالالي دستګيري له لوري ووېشل سول.

دمسئولينو په خبره ديادي خوراکې ترڅنګ يو شمېر کروندګروته دشفتلو اصلاح سوی تخم هم ورکول کيږي.

د ولایت مقام مرستیال حاجي آغالالی د ستګري د يادو توکو د ويشلو پر مهال رسنیو ته په خبرو کي وويل، چی دولت په پام کي لري په دريونورو ولسوالیوکي هم دشپږنيم زره مالداره کورنیو سره د حیواني خورکې مرسته تر سره سي.

د کرهڼي او مالدارۍ رئيس سید حفظ الله سیدي وايي، دوی هڅه کوي ترڅو دمالدارۍ دتقویې په موخه هغو کورنيو سره داډول مرستي وکړي، چي دتيرکال وچکالۍ ځپلي او لاسنيوي ته اړتيالري.

همداراز د تخته پول ولسوال شاولي اڅکزی وايي، چی د تخته پول ولسوالۍ زیاتره اوسېدونکي په مالدارۍ او کرهڼه بوخت دي او د همدې لاري خپلي اړتياوي پوره کوي ځکه نو اړوند ارګانونه بايد ددوی لاسنيوی وکړي او دياد سکټور په پیاوړتياکي مرسته وکړي.

د يادوني وړده، چی د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست اوAPO  مرسته کونکي ادارې لخوا څو مياشتي مخکي هم ورته مرسته سوي او هغو سيموته يې حيواني خوراکه رسولې، چي مالداري پکښي زيانمنه سوي وه.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...