دبېلا بيلو قومونو دشوراګانو استازو او غړو دکندهاروالي سره وکتل

د يک شنبې په ورځ د کندهار د بېلا بېلو قومونو استازي او مشران ولايت مقام ته راغلي وه او کندهار والي حيات الله حيات ته ئې د نوي دندي مبارکي ورکړه.

راغلو کسانو په هره برخه کي ولايتي ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته ئې کړه، چي دوی تل د حکومت ملاتړ کړی او بيا به هم هيڅ ډول همکاري ونه سپموي.

کندهار والي حيات الله حيات له راغلو کسانو مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي ولايتي اداره به تل د ولس د ستونزو حل ته پام کوي او هم به د چارو د لا ښه کېدو له پاره د ولسي وګړو نظرونه هم اخلي.

د بېلا بېلو قومونو د استازو له خوا د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب ته ستاينليک هم برابر سوی وو، چي د کندهار والي حيات الله حيات له لوري ورته ورکړل سو.

ښاغلي منيب مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي ټول ولسي وګړي دي د ولايتي ادارې سره همکاره پاته سي او په چارو کي دي نه يوازي مشورې ورکړي، بلکي د خپل حکومت څخه دي په کلکه ملاتړ وکړي، ځکه په دې سره به نه يوازي ستونزي په اسانۍ سره حل سي، بلکي د پرمختګ تر ټولو ښه لاره هم همدا ده.

ښاغلي حيات مرستيال والي ته د ستاينليک ورکولو پر مهال زياته کړه، چي د ولايت مقام مرستيالان ډېر کار کوي او دوی د ستايني وړ دي.

نوموړي زياته کړه، چي د ولايتي ادارې ټول مسئولين او مامورين د ولس په خدمت کي دي، په خبره ئې د هري دوشنبې په ورځ ټول ولسي وګړي کولای سي سهار د اتو بجو څخه تر يوې بجې پوري خپلي ستونزي په مخامخ ډول د ولايتي مسئولينو سره شريکي کړي او د حل له پاره به ئې پر بېلا بېلو اړخونو غور کېږي.

د غونډي په ورستيو کي د بېلا بېلو قومونو استازو کندهار والي او مرستيال والي عبدالحنان منيب ته د اعزاز لنګوټې ور وتړلې او په چارو کي ئې د بريا غوښتنه ورته وکړي.

خبریال: آرين

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...