خلیلزاد:‌ په قطر کې د افغان سولې په اړه له ۴ مواردو یې پر دوو هوکړه سوې

امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د هیئت او امریکا ترمنځ ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې پرون سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د خبرو اترو په دې پړاو کې د سولې لپاره واقعي ګامونه پورته شوي دي.

د امریکا دغه استازي د دوحې د خبرو د پای ته رسېدو په اړه پر خپل ټوېټر همدارنګه ویلي:

“سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرې او پراخ او جامع اوربند.”

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه توافق ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو بل پیغام کې لیکلي، کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ډاډ په اړه توافق نهايي شي، طالبان او د افغان حکومت په شمول ټول افغانان به یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ اوربند ته د رسېدو په موخه بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د زلمي خلیلزاد په وینا، نوموړی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته تر رسېدو پورې هېڅ مورد نهايي شوی نه دی.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...