حکومت دي د ځنځیري وژنو طرحه کوونکي ونېسي

د ارزګان اوسېدونکي وایې، حکومت دي د وروستیو وژنو طرحه کوونکي او قاتلین ونیسې او د قانون منګلو ته دي يې وسپارل سي.

دارزګان ولایتي مسوولینو او عامو اوسیدونکو دغه څرګندوني نن په مرکز ترینکوټ جامع جومات کې د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکرزي د فاتحي د مراسیمو پرمهال وکړې.

په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی چې دوه ورځي مخکي په کندهار کي د یوه وسله وال برید پرمهال خپل ژوند دلاسه ورکړ،نن یې فاتحه د اروزګان ولایت مقام جامع جومات کي واخیستل سوه،چې ګڼو کسانو پکښي برخه اخیستې وه.

عبیدالله بارکزی دوه ورځي مخکي د کندهار ښار شپږمي امنیتې حوزې اړوند په یوه وسله وال برید کي ووژل سو.

د هغه په ویر راټول سوي ارزګاني اوسیدونکي له دولت په کلکه وغوښتل چې ژر تر ژره دي د بارکزي قاتلین او دیادې پیښي طرحه کوونکي کسان وپیژني او د قانون منګلو ته دې وسپارل سي.

د ارزګان والي اسدالله سعید ،عبیدالله بارکزی د هیواد یو له هغو شهیدانو له ډلي یاد کړ،چې د وطن مینه یې په زړه کي او تل به یې د سولي لپاره ږغ پورته کاوه.

هغه وویل، بارکزی د سولي قرباني سو او په هیواد کې د تل پاتي سولي راتګ هیلي یې مړاوي سوې.

د ارزګان والي وایې، بارکزی نه یوازي د ولایت اویاهم د سویل په کچه یو پيژندل سوې څیره وه،بلکي د هیواد په سطحه د یوشخصیت په توګه خلکو پيژانده.

د فاتحې دغو مراسمو کي ګډونوالو هم پر مرکزي حکومت سختي نیوکي وکړې،چې د ځنځیري وژنو په مخنیوي کې پاتي راغلی.

قومي مخور سرکاتب محمدشاه وایې، نه یوازي د اروزګان استازی ترور سوی،بلکي په دې وروستیو څو میاشتو کې د سویل بانفوذه څیرې په یوه نه په یوه ډول هدف ګرځیدلي او ژوند یې دلاسه ورکړی.

غوښتني دادي چې نوردې د وژنو دالړۍ ودرول سي، او د تل پاتي سولي راتګ ته دي کار وسي.

دفاتحې مراسمو کي دقرانکریم ختمونه هم ترسره سوه.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...