جمهوررئیس غني په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانانو سره وکتل

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په جریان کې په اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره و کتل.

په دې کتنه کې چې د عربي متحده اماراتوپلازمېنه ابوظبۍ کې وشوه، په پېل کې حاجي محمد طیب افغان، حاجي ولي خان منګل، حاجي جمال ناصر عبادي، اشرف علي خان او حاجي تاج محمد خان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د سولې او سوداګریزو فعالیتونو د ودې او پراختیا په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات د هېوادجمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو افغانانو نېک چلند وستایه او وې ویل، شېخ محمد هم په عربي متحده اماراتو کې د دوی د نېک چلند ستاینه کړې ده.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان د محصولاتو د جذب لپاره د اماراتو بازارونه په پراخه پیمانه د اماده کېدو په حال کې دي او تاسې له دې بازارونو څخه ښه درک لرئ، نو له دې موقع څخه باید اعظمي استفاده وکړئ.

جمهوررئیس غني د افغان سولې بهیر ته په اشارې وویل، افغانان د باعزته او ټول منلې سولې پلویان دي او دا ډول سوله راتلونکې ده. هغه زیاته کړه، زموږ باورمندي د ټولو افغانانو پر مساوات ده، ځکه ملي یووالی زموږ لپاره اصل دی.

سخنرانی رئیس جمهور غنی در دیدار با تاجران افغان مقیم امارات متحده عربی

سخنرانی رئیس جمهور غنی در دیدار با تاجران افغان مقیم امارات متحده عربی

Posted by ‎ARG – ارگ‎ on Monday, March 18, 2019

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...