جمهوررئیس غني د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۳۹۸) ښوونیزکال پیل کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۳۹۸) ښوونیزکال پیل کړ او ټولو هېوادوالو، د معارف منسوبینو، ښوونکو او زده کوونکو په ځانګړي ډول هغو یو میلیون زده کوونکو ته یې چې لومړی ځل ښوونځي ته ځي او د خپل ژوند یوه بختوره مرحله پیلوي، مبارکي وویله.

په دې مراسمو کې چې د اماني لېسې په تالار کې جوړ شوي وو د هېواد لومړۍ مېرمن، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو او ښوونکو حضور درلود.

جمهوررئیس وویل: د جمهوررئیس په توګه مې هغه غوره شېبې وي چې زده کوونکي ارګ ته راځي او یا په ولایتي سفرونو کې راته ښه راغلاست وایي. هغه زیاته کړه د دوی په څېرو کې هیله او په کردار کې یې پر خپل ځان باور وینم، په ځانګړي ډول زموږ د نجونو پر ځان باور زموږ د دې عظیم ملت د ویاړ لامل ګرځي.

د هېواد جمهوررئیس د پوهنې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه،چې زده کوونکي په ځانګړي ډول یو میلیون  هغه زده کوونکي چې لومړی ځل  ښوونځي ته ځي وهڅوي او هغوی د ویاړ او د افغانستان د ملي یووالي وسیله وګڼي، نه دا چې زړه ماتي شي او خدای ناخواسته ووایي چې ښوونځي ته نه ځو.

جمهوررئیس غني د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو جوړولو ژمنې ته په اشارې وویل:  د دې سترې برنامې چې د حجم له مخې د افغانستان د معارف په تاریخ کې بېسارې ده، ستونزې تر ډېره بریده حل شوي او اوس  د ۱۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی او سږکال مو د  ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته پیسې برابرې او ځانګړې کړي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، له دې وروسته به د ولایتونو په مشوره د ښوونځیو د تعیین صلاحیت کلیوپراختیا وزارت ته ورکړل شي او له ټولو ولایتونو څخه مې غوښتنه ده چې د ښوونځو جوړولو لپار د ځمکې برابرولوته لومړيتوب ورکړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لوري د یوولس زره ښوونکو استخدام په همدې اوونۍ کې بشپړېږي. د معارف او لوړو زده کړو وزارتونوپه ګډه همکارۍ به په پنځه کالوکې زموږ کابو ټول ښوونکي د لوړو زده کړو خاوندان شي. هغه زیاته کړه، تقریبا ۱۰۰زره څوارلسم پاس ښوونکي به د خدمت په موده کې لیسانس واخلي  او شاوخوا ۵۷ زره دولسم پاس ښوونکي به حد اقل تر څوارلسمه پورې لوړې زده کړې وکړي. د دې پنځه کلن پروګرام لومړۍ مرحله سږ کال پیل شوې او په زرګونو استادان به ورڅخه استفاده وکړي.

محمداشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، قبل از ظهر امروز با نواختن زنگ مکتب، سال جدید تعلیمی ۱۳۹۸ را آغاز کرد و آن را…

Posted by ‎ARG – ارگ‎ on Monday, March 25, 2019

جمهوررئیس په کمپیوټري لابراتوارونو دافغانستان د ښوونځیو د تجهیز او انټرنیټي شبکو سره دنښلولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ریاست ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د نوري فایبر شبکې او سپوږمکیو له لارې د افغانستان ټول ښوونځي له انټرنیټ سره وصل شي، ځکه زموږ پوهنه د دوه پېړیو مخکې پوهنه نشي کېدای.

جمهوررئیس غني سږ کال د معارف زده کوونکو ته د پوره کتابونو رسېدو ته په اشارې وویل، د ښوونځیو ۱۲،۲ میلیونه کتابونه چاپ شوي او د ۳۷ میلیونه نورو کتابونو د تدارکاتو پروسه به په نژدې راتلونکي کې بشپړه او د چاپ چارې پیل شي.

جمهوررئیس د ښوونځي او جومات اړیکې لا ټینګېدو ته په اشارې وویل، اسلامي عرفان د اخلاقي مکارمو او انساني فضایلو ډېره لویه خزانه ده او دغه خزانه په پېړیو پېړیو زموږ په ادب او فرهنګ کې خوندي شوې ده. هغه زیاته کړه، دا زموږ د معارف د غنامندۍ لپاره ډېر څه لري او د عرفاني معینیت او د معارف وزارت تر منځ همکاري به زموږ د معارف کتابونه لا غني او د ښوونځي او جومات اړیکه به مو لا مضبوطه کړي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، په ښوونځیو کې له زده کوونکو او استادانو سره تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی. والدین باید په ښوونځیو کې د خپل اولاد د پوره مصئونیت احساس ولري او موږ سږ کال د دې وضعیت د بدلولو لپاره عملي اقدامات په پام کې لرو. د شاګرد ځورول یا د ناحقه نومرو د اخیستلو لپاره د ښوونکي او مدیر تهدیدول باید، زموږ په ښوونځیو کې ختم شي. 

جمهوررئیس زیاته کړه، موږ باید زده کوونکو ته خپل تاریخي هویت وروپېژنو او دا ورته ووایو چې ایا دفاعي هویت غواړئ که ارتباطي هویت؟ که موږ د خپل تېر تاریخ برعکس، ځانونه منزوي کړو او له شاوخوا نړۍ سره خپلې اړېکې پرې کړو، نو په خپل لاس به مو د خپلې ودې او سوکالي مخه نیولې وي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د خپل هېواد  تاریخ او جغرافیایي موقعیت ته په پام، زموږ راتلونکی زموږ له ګاونډیانو سره ده او له همدې امله دا ډېره ضرور ده چې د علمي مرکزونو په واسطې  خپل ګاونډيان او خپله سیمه وپېژنو او له نورو سره پر خپلو توپیرونو او مشترکاتو پوه شو.

جمهوررئیس څرګنده کړه: ثبات زمونږ ستره ورکه ده او د دغې ورکې پیدا کولو لپاره هم باکیفیته پوهنې ته اړتیا لرو چې په پایله کې با ظرفیته بشري قوا ولرو.

جمهوررئیس د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتونونو له ټولو محصلینو وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د سلم کال په ویاړ د خپلو کلیو، بانډو، ولسوالیو، ولایتونو او ټول هېواد د انکشاف او ښه والي لپاره داسې لیکنې وکړي چې له  کتابونو د رااخیستل شویو موضوعاتو تکرار نه بلکې د دوی د تجربو او مشاهدو په اساس نوي موضوعات ولیکي. هغه زیاته کړه، سلو بهترینو لیکنو ته به جایزه ورکړل شي او خپرې به شي.

جمهوررئیس غني وویل، اقتصادي څرخ دې چټک شي او له عوایدو غلا  له  زده کوونکو او ښوونکوغلا ده او د دغې شومې پدیدې په ضد باید عمومي حشر پیل کړو.

د هېواد جمهوررئیس په پای کې له ښوونکو او زده کوونکو هغو زده کوونکو ته د ځانګړې پاملرنې او د هغوی د نازولو هیله وکړه چې ښوونځي ته د تلو اوله ورځ یې ده. هغه د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نویو متعلمینو لپاره ګرځنده کلنیکونه جوړ کړي چې له بشپړې روغتیا سره درس ووایي.

په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل، ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې په تاریخ کې د پوهنې د کال په نوم ثبت شوی دی.

ډاکټر بلخي په ټینګار وویل، له ښوونې او روزنې پرته مو نور ټول فعالیتونه د پوهنې کاري دستور څخه ایستلي او هغه ژمنه چې ملت او د افغانستان اولادونو سره  لرو، د پوهنې د دندو د تعریف ترڅنګ زمونږ ستر فعالیت د دغه بنسټ غیرسیاسي کول دی.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه، د پوهنې په لسیزه کې د پوهنې موخو ته رسېدلو کې د حکومت د رهبرۍ او ټولو دولتي او خصوصي ادارو، خلکو، مدني ټولنې او رسنیو  همکاریو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د پوهنې کارکونکو د ظرفیت لوړولو کار روان دی او د روان کال تر پایه په ټول هېواد کې د شهادتنامو وېش ډیجیټلي کېږي او د پوهنې ټول کارکوونکي به بایومټریک شي.

په دغو مراسمو کې جمهوررئیس او لومړۍ مېرمنې د ښوونځیو هغه زده کونکي چې افغاني جامې یې اغوستې وې،د ملي او پوهنې ترانو له ویلو وروسته ونازولې.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...