جمهوررئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته درناوی وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته چې پرون په کندهار کې د تروریستي برید په پایله کې شهید شو، درناوی وکړ.

جمهور رئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید بارکزي اروا ته د دعا پرمهال د لوی کندهار ولسونو، ملي شورا او ټولو افغانانو ته د عبیدالله بارکزي د شهادت له امله تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، ښاغلی عبیدالله بارکزی غښتلی انسان و، د هغه د ځوانیمرګ ځوی د غمشریکۍ لپاره مې چې ټلیفوني خبرې ورسره کولې، نو ماته یې ډاډ راکاوه.

جمهوررئیس د وطن د دفاع په برخه کې د ښاغلي بارکزي د کورنۍ سرښندنو ته په اشارې وویل، دوی په دې لاره کې ډېره قرباني ورکړې او یو ځوی یې اوس هم د ملي اردو په لیکو کې د هیواد دفاع او خدمت کوي. هغه د اتلانو له خټې جوړ و او نن ټول ورباندې غمجن یوو.

محمداشرف غني  یو ځل بیا شهید بارکزي ته د فردوس جنت دعا وکړه او د هغه د کورنۍ غړو ته یې ډاډ ورکړ چې د یادې پېښې دقیقه او هر اړخیزه څېړنه به ترسره او پایلې به یې له دوی سره شریکې شي.

ورپسې د شهید عبیدالله بارکزي د کورنۍ په استازیتوب د نوموړي زوی حضرت شاه بارکزي د جمهور رئیس غني او ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، شهید عبیدالله بارکزي د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې او موږ به په ټول قوت د دوی لاره تعقیب کړو.

وروسته جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...