تيکا دي په تعليمي برخه کي دولايتي ادارې سره همکاري وکړي

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات دترکيې هيواد دخلګو دکومکونو دادارې (تيکا) د خيريه بنسټ دمشر رجايي قلنج سره په ليدنه کي وکړې.

په دغه ليدنه کي کندهار والي وويل کندهار، چي جنګ او نا امنيو سخت ځپلی بايد ياد خيريه بنسټ په دې ولايت او لري پرتو ولسواليوکي دځوانانو زده کړو ته زمينه برابره کړي.

دچهار شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات دخپل کار په دفتر کي پرداسي مهال، چي دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب هم حضور درلود دترکيې هيواد دکومکونو داداري دمشر رجايي قلنج سره وليدل.

په دغه ليدنه کي لومړی دترکيې هيواد دکومکونو داداري مشر په کندهارکي د را وتلو سيلابونو په اړه، چي په ننيجه کي يې زياتو خلکو ته مالي اوځاني تاوانونه واوښتل دتسليت مراتب وړانډي کړل.

نوموړي وويل اداره يې دنړۍ په زياتو هيوادونو کي په تعليمي برخه کي کومکونه کوي، چی ددغو هيوادونو دجملې څخه يوهم افغانستان دی.

رجايي قلنج وويل ددوی خيريه بنسټ پلان لري په کندهارکي هم يو معياري ښونځی جوړه کړي ترڅو يتيم کوچنيان پکښي دليسې تر کچي زده کړي وکړي نوموړي په دغه برخه کي دکندهار دوالي څخه دمرستي اوهمکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي حيات الله حيات دوی ته ښه راغلاست ووايه اوهمدارنګه يي دافغانستان او ترکيې هيواد پر تاريخي دوستۍ باندي رڼا واچول.

ښاغلي حيات دتيکا د اداري دمشر څخه مننه وکړل، چي کندهار ولايت ته يې سفر کړی او غواړي په دې ولایت کي يومعياري ښونځی جوړه کړي نوموړي دولايتي ادارې په استازيتوب دهرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

والي وويل کندهار دهيواد په کچه سياسي زړه دی او پکارده، چي پکښي دنورو بيلابيلو سکټورونو ترڅنګ پوهني او روغتيا ته ډير کار وسي او دتيکا د ادارې څخه يې وغوښتل، چي په ياده برخه کي ورسره مرستي وکړي او په دې ولايت کي خپل دفتر خلاص کړي.

دليدني په ورستيوکي دترکيې هيواد دکومکونو د اداري مشر دکندهار والي څخه مننه وکړه، چي ورسره همکاري کوي او دخپله اړخه يې هم دمرستي ډاډ څرګند کړ.

خبریال: سيد ستارمهتابي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...