بولدک ولسوالۍ کي د ۴۱۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وسوه

د مرستۍ پر مهال د کندهارد بولدک والسوالۍ ولسوال سید علي او د سرې میاشتي مرستندویه ادارې د جنوب لودیځي حوزې مسول وویل چي یاده مرسته تر دقیقي سروې ورسته سېلاب ځپلو ته ورکول کیږي.

بل لوري مرسته تر لاسه کوونکو د کندهار ولایتي ادارې او سرې میاشتي مرسته کوونکو مسؤلینو څخه مننه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه .

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ هغه کورنیو ته چي په ورستیو بارانونو کي د سېلابونو له امله زیانمن سوي وه د ولایتې ادارې تر رهبري لاندي د سرې میاشتي مرستندویه ټولني له لوري د پنځلس قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکول سوه.

د مرستي د پیل پر مهال د سپین بولدک ولسوال سید علي وویل چي په دې ولسوالۍ کي د زرو څخه زیاتي کورنۍ د سیلابونو له امله زیانمني سوي دي خو په خبره یې ۴۱۰ هغه کورني دي چي اقتصادي حالت یې ټيټ وو او د باران اوبو ورته زیات زیان اړوي وو.

ولسوال سید علي زیاته کړه چي د نورو کورنیو لپاره هم د سرې میاشتي مرستندویه ټولني له لوري سروې روانه ده چي هغوي ته به هم مرستي ورسیږي .

دې ته ورته په کندهار کي د سرې میاشتي حوزوي مسؤل جاوید احمد نېکزاد وویل چي دوي د کندهار تر څنګ د جنوب لوديځي حوزې اړوند په دریو نورو ولایتونه کي هم د مرستو لړي پيل کړې ده .

ښاغلي نېکزاد وویل چي د کندهار ولایت مقام په رهبري او د سېلابونو اړوند د اضطرار کمېټې له لوري دوي په سپین بولدک او د ښار په څو ناحیو کي د سېلاب ځپلو سره مرسته کوي چي په خبره یې شروع یې د دې ولسوالۍ څخه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چي د مرستو لړي به یې دوام ولري او په دې ولسوالي کي به نورو کورنیو ته هم چي تر دا مهاله یې سروې نه ده بشپړه سوې مرستې ورسېږي .

بل خوا مرسته تر لاسه کوونکي سېلاب ځپلو د کندهار ولایتې ادارې او سرې میاشتي مرستندویه ټولني د مسؤلینو څخه مننه و کړه چي پر وخت یې اړینه مرسته ورته ورسول .هغوي وايي اساسي مشکل دې حل سي څو په راتلوونکي کي د ورته پېښو سره مخ نسي.

هېره دي نه وي چي تر دا مهال په ښار او ولسواليو کي د کندهار ولایت مقام تر رهبري لاندي د همکاره مؤسیسو له لوري ټولو سېلاب ځپلو کورنیو ته مرسته رسېدلي او هم د مرکزي ادارې له خوا ورته ۴۰ مېلونه افغاني ځانګړي سوي چي دېر ژر به زیانمنو کورنیو ته ورسیږي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...