افغان کرکيټ ملي لوبډلي په خپله دوهمه ټيسټ لوبه کي خپله لومړنۍ تاريخي بريا ترلاسه کړل

د افغانستان اسلامي بانک جام د يوازينۍ ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې ټیسټ لوبه وګټله.

تر دې وړاندي افغانستان يوه ټيسټ لوبه د هند ملي لوبډلي سره کړې او هغه ئې بايللې ده

د کرکيټ دا لوبي د هند په دهراودون ښار کې د افغانستان په کوربتوب رواني وې.

ایرلنډ په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې ترسره کړې.

دویمه پاڼۍ کي د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او افغان لوبډلي ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره پوره کړ او د دې لوبي تاريخی بيا ئې ترلاسه کړ.

احسان الله جنت د څلورم افغان لوبغاړي په توګه په دې لوبه کې نیمه سلیزه ترلاسه کړه.

دا یې لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۵۰ منډې ترلاسه کړې چې دوه شپږیزې او ۶ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې دي.

رحمت شاه او احسان الله جنت په دویمه ويکټ سل منډې ملګرتیا هم پوره کړه.

رحمت شاه هم یو ځل بیا له ایرلنډ سره د یوازينۍ ټیسټ لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیمه سلیزه پوره کړه او د دې لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سوو.

نوموړي د ۷۷ توپونو په لوبولو او ۱۰ څلوریزو په ترلاسه کولو سره پنځوسیزه وکړه.

 

په تیسټ سیالیو کې راشد خان د لومړنۍ افغان توپ اچوونکي په توګه پنځه لوبغاړي وسوځول.

بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي افغانستان او ايرلينډ د شل اوريزو لوبو درې سيالۍ او د پنځوس اوريزو لوبو پنځه نړيوالي لوبي ترسره کړې، چي د شل اوريزو لوبو درې واړه لوبي افغانستان وګټلې او د پنځوس اوريزو لوبو لړې دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېدل او يوه لوبه د باران له امله لغوه اعلان سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...