ارګ: د کابل او بوظبي ترمنځ ۶ هوکړه لیکونه لاسلیک سول

د افغانستان او متحده عربي امارتو ترمنځ به همکاري او سوداګري بې سارې کچې ته لوړه شي.

د افغانستان جمهوري ریاست متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر رسمي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او وایي چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ څو موافقې لاسلیک شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د رسنيو سره خبرو کي ويلي:

“د انرژۍ، کرنې، کانونو، معارف، فرهنګ او ورزش د پراختیا په برخو کې شپږ تفاهم لیکونه لاسلیک شول، دوهم دا چې امارات د افغانانو لپاره د کار له یوه ځانګړي اهمیته برخمن دی، د افغانستان کارګران په اماراتو کې په کارونو بوخت دي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې اماراتو ویلي چې چمتو دی چې د افغانستان زعفران وپیري.”

د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره د افغان ولسمشر لیدنه

​ ولسمشر چې یوه لوی دولتي پلاوی هم ورسره په دې سفر کې ملګرتیا کوله، د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر لیدنو کتنو سربېره دغه راز له هغو افغان سوداګرو سره هم وکتل چې په هغه هېواد کې او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کوي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا، ولسمشر دغو سوداګرو ته چې په افغانستان کې پانګونې ته اندېښمن وو، ډاډ ورکړ چې د پانګونې امنیت ته به یې جدي کوښښونه وکړي.

​د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي مرتضوي د افغانستان د سولې په پروسه کې هم د متحده عربي اماراتو رول مهم وباله او ویې ویل چې دې هېواد تل د افغانستان د سولې پروسې ته په مثبت نظر کتلي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ یې کړی دی.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...