ارزګان کي ۸۴ تنه ملي پولیس تر دوو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ سول

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي د پولیسو د روزنیز مرکز څخه ۸۴ تنه ملي پولیس له دوو میاشتنیو زده کړو فارغ او دندو ته ستانه سوه.

ارزګان کي حکومتي مسوولین وايي دا پولیس به د ټولني د ثبات او قانون پلي کېدو برخه کي مخکښ رول ولوبوي.

سرتیري وايي د تیرو دوو میاشتو په لړ کي په دې پوهېدلي چي ټولنه کي د خلکو خدمت وکړي.

نن پنج شنبه دلته مرکز ترینکوټ کي د ۸۴ ملي پولیسو د فراغت مراسم ترسره سوه.

دې مراسمو کي د ارزګان والي، امنیه قومندان، د ملي امنیت رئیس، د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لوا قومندان او ګڼو نورو امنیتي مسوولینو ونډه لرل چي له تازه فارغو سرتیرو یې ټولنه کي د ثبات او قانون پلي کېدو هیله درلوده.

ارزګان والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید په خپلو خبرو کي فارغو سوو پولیسو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چي ټولنه کي د یوه مسلکي پولیس په توګه دندې ترسره کړي او مشرانو درناوی هم وکړي.

هغه زیاته کړه چي پولیس باید د قانون پلې کېدو برخه کي کار وکړي.

د ارزګان د ملي امنیت رئیس بریدجنرال عبدالصمد شمس وویل چي افغان ځواکونو وسله والو طالبانو ته سخت ګذارونه ورکړې او د جګړې ډګر کي یې له هغوی ډیرې بریاوې خپلي کړي دي.

د نوموړي په وینا د زورواکو او ټوپکوالو په وړاندي د پولیسو ریښتنې مبارزه د دې لا مل سوې چي ښار کي خلک د امن او سکون احساس وکړي.

ارزګان کي د ملي اردو د څلورمي پلي لوا قومندان ډګروال عبدالولي حقمل فارغو پولیس سرتیرو ته خطاب کي وویل چي تاسو د دې خاورې، خلکو او وطن ریښتنې ساتونکې یاست او د پردیو له شره د دې وطن دفاع مو په پوره مېړانه او صداقت سره ترسره کړې.

د ارزګان امنیه قومندان سمونوال خطاب خنجري وروستی ویناوال وو چي د پولیسو لیکو پیاوړتیا او اصلاح برخه کي یې تازه ژمنې لرلې.

خنجرې وايي د تروریستی ډلو ملاتړې هیوادونه لا هم افغان جګړه کي لاسوهني لري او افغان ځواک یې په وړاندي د مبارزې هوډ او وړتیا لري.

فارغ سرتیري طالبانو او نور تروریستي ډلو ته د سولي پېغام لیږي او وايي که سوله ونه کړي وبه ځپل سي.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...