ارزګان کي د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ دهمږغۍ غونډه وسوه

دارزګان ولایت د عدلي او قضایې ارګانونو او همکارو ادارو ترمنځ د همږغۍ غونډه د محاکمو په ریاست کي جوړه سوه، چي مشري یې د محاکمو د رئیس په غاړه وه.

غونډه کي پر یوشمېر ستونزو او د حل لارو باندي بحث وسو.

د ارزګان عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د همږغۍ دغي غونډي کي د حج اوقاف،مستوفیت، کار ټولنیزوچارو،ښځو چارو او یوشمېر نورو ادارو مشرانو هم برخه لرل.

غونډه چي د دغه ولایت د محاکمو د رئیس فهیم الله نیازي تر مشرۍ لاندي جوړه سوې وه پرمهال یې د ادارو ترمنځ د شته ستونزو پر حل او لاسته راوړنو خبري وسوې.

ویناوالو ټینګار کاوه چې د مجرمینو او مجهوزینو سره دي د قانون په رڼا کي عمل ترسره کیږي او کشفي ارګانونه دي پر وخت د پېښي ځای ته ځان رسوي.

غونډه کي د اړوند ارګانونو له څارنوالانو څخه هم غوښتنه وسوه چي مجرمینو دوسیې ژر بشپړي او د فیصلو لپاره یې قاضیانو ته ولېږي.

همدارنګه په دغه غونډه کي پر وخت د مالیو راټولو، له رهنمايي معاملاتو لخوا پر خپل سر د دولتي ځمکو د پلور،د ښځو لپاره د امن کور پر نه شتون او یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو.

د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د همږغۍ غونډه هره میاشت ترسره کیږي، چې پر بیلابیلو موضوعاتو بحث کیږي.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...