د مخابراتو ریاست خبرتیا

د کندهار د مخابراتو ریاست خبر ورکوي چي د معلوماتي تکنالوژۍ ( کمپیوټر زده کړي ) نوی کورس پیل سوی دی علاقمندان کولای سي په لاندي برخو کي د زده کړي په موخه نوم لیکنه وکړي.

مایکرو سافټ وینډوز    ( Ms Windows 10 )

مایکروسافټ ورډ ۲۰۱۳           (Ms word 2013)

مایکروسافټ ایکسیل ۲۰۱۳            (Ms Excel 2013)

مایکرو سافټ پاور پوایټ ۲۰۱۳ (Ms power Point 2013)

انټرنیټي لاروښود

ښاریان کولای سي په عیدګاه جاده کي د مخابراتو ریاست اړوند د اي ټي  I T)) په مدیریت کي نومو لیکنه وکړي، او یا هم پر دغه شمېرو تماس ونیسي.

۰۷۰۰۴۹۳۹۹۷

۰۳۰۲۰۰۱۴۶۰

 

x

دا هم وګورئ

د اوبو رسولو رياست خبرتيا

د کندهار د اوبو رسولو رياست خپلو ټولو مشترکينو ته خبر ورکوي، ترڅو د اوبو ...