کورنیو چارو وزارت:یوازې مالیه ورکوونکي د وسلې ګرځولو جواز اخیستی سي

کورنیو چارو وزارت وایي له دې وروسته یوازې هغه کسانو ته د وسلې د ګرځولو جواز ورکوي چې حکومت ته مالیه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، زرګونه کسانو په بېلو نومونو د کورنیو چارو له وزارت د وسلو ګرځولو امر اخیستی دی او همدا راز یې سلګونه کسان د ساتونکو په نامه ګومارلي دي. اعلامیه زیاتوي، دغه کسان وايي چې ژوند یې په خطر کې دی نو له همدې امله وسلې او ساتونکي ګرځوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي له دې وروسته دوی یوازې هغو کسانو ته د وسلو او ساتونکو د ګرځولو جواز ورکوي، چې په مالیې وزارت کې یې مالیاتي حسابونه تصفیه شوي وي او حکومت ته مالیه ورکړي.

سرچینه کاږي چې په دې توګه به هم د پټو پانګو مالیات تحویل شي او هم به هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې غیر قانوني وسلې ګرځوي. د کورنیو چارو وزارت وایي دوی په هېواد کې د امنیت د تامین، د غیر مسوولو وسله والو د ځپلو او په ښار کې د بې نظمیو د له منځه وړلو لپاره یې پر ګڼو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...