ددښمن دستر ګو اغزی اوملي قهرمان شهید سترپاسوال عبدالرازق

ددښمن دستر ګو اغزی اوملي قهرمان

افغان ملت نن خپل  یو داسی غښتلی او قهرمان بچی له لاسه ورکړ چی واقعاً یو ریښتنی قهرمان وو،  د وطن سره یی بې ساری مینه درلوده ،دوطن د فاع يي په مینه اومیړانه وکړل ، د هیواد د لویشت لویشت خاوری څخه یی دفاع او په کلکه يې مبارزه وکړل او خپل خوږ ژوند یې په  همدې لار کښی قربان کړ.

جنرال صاحب شهید عبدالرازق هیڅکله ماته نه منله ۔ جنرال صاحب دسولی دهڅودچټکتیا  او د ډیورند دشومو طرحو  مخالف او عملاً يې ددښمن شوم اعمال خنثي کړي او تل ددښمن دسترګو اغزی وو او هر وخت يي دهېواد پر قسم خوړلي دښمن مخامخ ګذار کاوه او دسترګو په رپ کي يې ددښمن سنګرونه  دتر خپلو پښو لاندي کول ،   دښمن تل دهغه  دوژولو پلانونه جوړل  ،چي بالاخره يي دهېواد ستره هستي او قهرمان بچی دخپلو شمو موخو ښکار کړ ، شهید عبدالرازق خان دهېواد  رښتینی شهید دی ۔ دهیواد اتله الله ج دي دجنتونو سردار کړه .

شهیدجنرال عبدالرازق مخکي له دي چي کندهار دامنیه قوماندان دنده ور وسپارل سي دهېواد په سرحدي ځواکونو کي دوطن دیوه زړه ور قوماندان په توګه  د وطن د دښمنانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول درلود ،دشهید دزړه ورتیا او پوهي په نظر کي نیولو سره   په ۱۳۹۰ هجري شمسي  کال  کې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان خان محمد مجاهد تر شهادت  وروسته، د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ، د کندهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل سو. دنوموړي ترټاکل کیدو وروسته په کندهار ولایت  ، چي امنیتي وضعیت  يي ،  په ټول هېواد کي خونړي او په ډېر بد حالت کي وو ، دشهید  دسالمي رهبرۍ او قاطع عملکرد په نتیجه کي دکندهار امنیتي وضعیت ترټول هېواد بهتر او دښه او ډاډمن امنیت لرونکي ولایت وپیژندل سو  .

لکه مخکي ، چي مو اشاره ورته وکړه قهرمان شهید جنرال عبدلرازق تل ددښمن دشومو پلانونه په مخنیوي کي بریالی او تل ددښمن دسترګو اغزی وو ، نو دښمن هم تل دهغه دله منځه وړلو په تلاښ کي وو .  دده  دخپلي خولي بیان دي ، چي درسنیو سره يي په خبروکي ویلي وه  (تر پنځه دېرشو ډېرې حملې را باندي سوي، داسي  چي موټر مي په راکټ لګېدلی، داسي  چي موټر مي پر بم لګېدلی، په کمین کي راګېر سوی یم او انتحاري حملې را باندي سوي دي.)خو دي به تل دخداي  ج په فضل او دخپلو خلګو ددعاوو په برکت وژغورل سوو ، خو بالاخره دهېواد اخلګو د دښمنانو په یوه شومه دسیسه کي د کال۱۳۹۷میزان دمیاشتي  په ۲۶ نیټه شهید او داجل داعيي ته لبیک ووایه روح دي ښاد او جنت فردوس دي ځاي وي .

ستر پاسوال  شهیدعبدالرازق د افغانستان په سطحه  یو  زړه ور قومندانانو وو چي په راتګ سره یې  په ټولي  جنوب لوديځي حوزې کي امنیتي حالت ښه سو. دشهید جنرال رازق په شهادت نه تنها دکندهار ولایت اوسیدونکي خواشني او دده نه موجودیت یوه لویه ضایعه بولي بلکي په ټول هېواد او دهېواد څخه دباندي  ټولو  افغانانو دده په شهادت خواشني څرګنده کړي او دئ يې  دملت یوزړه ور قوماندان او نه هيریدونکي ضایع بللي ، دهیواد دولسمشر څخه نیولي بیا دافغانستان دشرق څخه ترغرب او دجنوب څخه ترشماله ټولو قومي مشرانو ، علماي کرامو ، پوځي قوماندانانو ، جهادي او ملي شخصیتونو او عامو خلګو خپل دخواشنۍ مراتب خپاره کړي او دده شهادت  يې دهېواد لپاره نه جبرانیدوکي ضایعه بللي .

 د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په اړه مو د کندهار بیلابیل شخصیتونه وږغول او ټولو په يوه اواز وویل، چي شهید یو زړور، تجربه کاره، په کارپوه، او باتدبیره نظامي مسؤل وو، چي هيڅکله يي د دښمن په وړاندي ماته نه منل او تل يي د خپل سره په بیه د خپلي خاوري او خلکو ساتنه کول، د دوي له قوله شهید اڅکزي په ډير لوړ مرال د مخالفینو مقابله کول او په هر میدان کي يي د وسلوالو مخالفینو ته سخته ماته ورکول ،خلګو داهم ویل چي ستر پاسوال  شهید عبدالرازق په کندهارکي د ټولو خلګو مشکلاتو ته رسیدګي کول او د امنیتي چارو تر څنګ د کندهار خلګو د اساسي ستونزو د حل په لټه کي وو او تل يې دخلګو ته په ورین تندي جواب ورکاوه او دستونزو په حل کي يې هر اړخیزه همکاري کول .

دیادوني وړ ده ، چي دشهید جنازه تېره ورځ جمعه  سهار د کندهار ښار او ولسوالیو دزرګونو  اوسیدونکو  ، د هیواد  دټولو ولایتونو څخه ګڼ شمیر مشهورو څیرو، د ولسي جرګي غړو. د هیواد سیاسي او جهادي شخصیتونو، علماي کرامو ،سپين ږیرو، ځوانانو، قومي مشرانو او دشهید ګڼ شمیر دوستان په ګډون دکندهار ښار د خرقې مطهرې په انګړ کي په خاصو مراسمو سره خاروته وسپارل سوه .      روح دي ښاد او جنت فردوس دي په نصیب وي .

 

 

x

دا هم وګورئ

کندهار کي د شهيدو سوو پوليسو له سلګونه کورنيو سره مرسته وسوه

د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب د پوليسو د هغو کورنيو ...