حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه جوړه سوه
د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د یکشنې په ورځ ولایت مقام کي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کندهار کي د ټولو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د خبریالانو مصؤنیت کمېټې مسؤل او مرستیال والي عبدالحنان منیب، د مصؤنیت کمېټې او مطبوعاتي جرګګۍ غړو، د رسنیو مسؤلینو، یو شمېر خبریالانو او د عامي روغتیا رئیس هم ګډون کړی وو.
د غونډي په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات د کرونا ویروس د مخنیوي لارو چارو په برخه کي د رسنیو له دوامداره همکارۍ څخه په مننې وویل، په کندهار کي د کرونا ویروس د مثبتې پېښې ثبت ته په پام د عامه پوهاوي کچې لوړولو ته اړتیا زیاته سوې او په دې برخه کي د رسنیو رول ځانګړي اهمیت لري.
ښاغلي حیات د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچي لوړولو ته په اشارې له رسنیو وغوښتل، چي په یاده برخه کي غږیز، تصویري او ویډیويي پیغامونه جوړ او خپاره کړي او په خبره یې په یاده برخه کي د علماو او مساجدو د ملاامامانو رول اغېزناک وباله او ویې ویل، علما، ځوانان او مدني فعالان باید په دې برخه کي خپل ملي مسؤلیت ادا کړي.
وروسته د عامي روغتیا رئیس ډاکټر طاووس اشرف نادري د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د وقایوي تدابیرو په اړه خبري وکړې او ویې ویل، د کرونا ویروس د خطر کمولو، شکمنو کسانو د قرنطین کېدو د څرنګوالي او فردي حفظ الصحې د تدابیرو په اړه د عامه پوهاوي ورکول په برخه کي لسګونه زره پیغامونه چمتو او خپاره سوي دي.
ښاغلي نادري دغه راز وویل، د ځمکي او هوا له لاري د داخلي او خارجي مسافرو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کندهار په لاره د راتلونکو کسانو لخوا د کرونا ویروس د لېږ خطر کمولو په برخه کي اړین اقدامات نیول سوي دي.
د عامي روغتیا رئیس له خبریالانو غوښتنه وکړه، چي د عامه پوهاوي ترڅنګ پر کرونا د اخته شکمنو کسانو په نښه کولو کي ورسره همکاري وکړي.
د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مشر او د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال د مصؤنیت کمېټې او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د رسنیو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډي په جوړېدو خوښي وښوده او د عامه پوهاوي په برخه کي يې د رسنیو د فعالیتونو هرکلی وکړ.
ښاغلي منیب د عامي روغتیا رئيس څخه وغوښتل، چي د رسنیو مسؤلینو سره په همغږۍ د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي او ترڅنګ یې غوښتنه وکړه، چي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي دې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه ملکي او نظامي اوونیزو مجلسونو ته د رسنیو مسؤلین هم راوبلل سي.
وروسته د کندهار د ازادو خبریالانو مرکز مسؤل احمد لودین، د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې (نی) مسؤل سمېع الله غیرتمل، د پریس کلب مسؤل جاوید احمد تنویر او د یو شمېر نورو رسنیو مسؤلینو یو په بل پسې خبرو کي وویل، رسنۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی خپل رسالت ګڼي او په دې برخه کي به د خپلو مخکنیو همکاریو په دوام د نویو هلو ځلو اړوند هر اړخیزه همکاري کوي.
دوی ولایتي ادارې څخه د عامه پوهاوي پروګرامونه د پراخېدو په موخه د محلي رسنیو د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې وړاندیز وکړ، چي په دې برخه کي د لا همغږۍ په موخه د اړوندو ادارو او رسنیو ګډه کمېټه جوړه سي.
د رسنیو مسؤلینو دغه راز معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه یې وکړه.
په غونډه کي د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حکمت الله افغان د یو شمېر محلي رسنیو د ستونزو د حل او د عامه پوهاوي پرګرامونو د جوړېدو یادونه وکړه او ترڅنګ یې د مطبوعاتي جرګګۍ لپاره د طرزالعمل د ترتیب خبر ورکړ.
وروسته د ازاد بحث پر مهال یو شمېر خبریالانو د موضوع اړوند خپل نظریات، ستونزي او وړاندیزونه شریک او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.
د غونډي په وروستیو کي کندهار والي د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو ته په ځواب کي وویل، د عامه پوهاوي پرګرامونو د پراخېدو په موخه به د عامي روغتیا او حج اوقاف ریاستونو او رسنیو ګډه کمېټه جوړه سي او د ټولني د بېلابېلو اقشارو په ژبه دې عامه پوهاوي پیغامونه خپاره کړي.
هغه معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي د اسانتیاوو رامنځته کېدو ته په اشارې وویل، هېڅ ملکي او نظامي اداره له محرمو اسنادو پرته د معلوماتو له ورکولو ډډه نه سي کولای، خبریالان دې د ستونزو پر وخت ولایت مقام په جریان کي کړي، چي په دې برخه کي د لا اسانتیاوو په موخه به د رسنیو استازي په ملکی او نظامي مجلسونو کي راوغوښتل سي.
کندهار والي دغه راز زیاته کړه، د عامي روغتیا ریاست مکلف دی، چي په ورځني ډول د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه ټول اطلاعات راټول او هره ورځ یې د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر کي د پریس کنفرانس له لاري رسنیو سره شریک کړي.
په غونډه کي پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبري وسوې او اړه یې لازمي لارښووني وسوې.
12425 ټول کتل سوی شمېر 2768 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهارـارزگان لویي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په اړه غونډه وسول

د کندهارـارزگان لویي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په موخه د دواړو ولایتونو د ...