ډیر ژر به د حمیدي مېني، مهاجرینو ښارګوټي او صنعتي پارک د نمرو ویش لړۍ پیل سي

په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت معین اینجینر روښان ولسمل د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي د لیدني پر مهال د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال، کندهار ښاروال او د ښار، کور جوړولو او اراضۍ رئیس هم حضور درلود.

په لیدنه کي یادونه وسوه، چي د کندهار لپاره د نویو منظور سویو ښارګوټو قانوني مراحل دي ژر بشپړ او د ویش لړۍ دې پیل سي او پر مهال یې پریکړه وسوه، چي د یو شفاف میکانیزم له مخي به په لومړي قدم کي ډیر ژر د حمیدي مېني، کډوالو او صنعتي پارک ښارګوټو نمرو د ویش لړۍ پیل سي.

په لیدنه کي د جامع عمر رغنیزو چارو پر چټکتیا هم خبري وسوې او راغلي پلاوي ژمنه وکړه، چي د دوهم او دریم فاز پیسو او نقشو انتقال اړوند به په مرکزي کچه بشپړه همکاري وکړي، تر څو رواني چاري سرعت ومومي.

همدارنګه په لیدنه کي د میرویس نیکه د کور استملاک چارو او پیسو د انتقال اړوند د دوه اړخیزي همکارۍ ډاډ وړاندي سو او په ورته وخت کي د همدارنګه د سرپوښ بازار د تاریخي قدامت ساتلو په موخه د یاد بازار د ترمیم موضوع هم شریکه سوه، چي نژدې وختونو کي به یې کار پیل سی او همدارنګه د کندهار تاریخي ځایونو لپاره د سیاحتي پلان ترتیبولو د مرکز څخه د پلاوي را استولو موضوع هم شریکه سوه او اړوند برخه کي د دوه اړخیزه همکاریو ډاډ وړاندي سوو.

په لیدنه کي د کندهار اړوند پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم نظریات تبادله او لازم تصمیمونه ونیول سول.

26313 ټول کتل سوی شمېر 114 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...