د اقلیم زرغون صندوق ته د افغانستان ملي برنامې جوړولو په هکله مشورتي غونډه جوړه سوه

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام په انګړ کي د سویل لویدیځ زون له اړوند دولتي او غیردولتي ادارو سره د اقلیم زرغون صندوق ته د افغانستان ملي برنامې جوړولو په هکله یو ورځنۍ مشورتي غونډه ترسره سوه، چي پکښي د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د چاپیریال ساتني ملي ادارې هیئت، د جنوب لویدیځ زون د یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو استازیو او مسؤلینو، مدني فعالانو او د مشورتي بورډ ښځینه او نارینه غړو ګډون کړی وو.

د غونډي په پیل کي د کندهار د چاپیریال ساتني رئیس انجینر امان الدین حمیدي وویل، د دغي مشورتي غونډي موخه د هغو ستونزو او ننګونو په نښه کول دي، چي په تېرو کلونو کي له اقلیمي بدلون څخه منځته راغلي او د کلیوالو پر ژوند یې ناوړه اغېزې کړی او دغه معلومات به د اقلیم زرغون صندوق ته د افغانستان ملي برنامې په جوړولو کي رغنده رول ولري.

هغه دغه راز د اقلیمي بدلون د لاملونو او اغېزو په اړه خبري وکړې او د اقلیم زرغون صندوق ته یې د افغانستان ملي برنامې په جوړولو کي د ځوانانو او مدني فعالانو رول اړین وباله.

وروسته د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د دغي مشورتي ناستي په جوړېدو خوښي وښوده او د چاپیریال ساتني لپاره یې د هوا، خاوري، اوبو او ځنګلونو مراقبت اړین وباله او ترڅنګ یې ټینګار وکړ، چي د اقلیمي بدلون لپاره دې پر نړۍوالو معیارونو برابري پروژې تطبیق سي.

ښاغلي منیب له ګډونوالوغوښتنه وکړه چي د خپلو کلیو چاپېریالي ننګوني او ستونزي په نښه کړي؛ ترڅو د دوی د نظرونو په پام کي نیولو سره د افغانستان ملي برنامې چمتو او نړیوالو مالي میکانیزمونو ته د مالي مرستو د جذبولو په موخه واستول سي.

هغه دغه راز د چاپیریال ساتني په برخه کي عامه پوهاوی اړین وباله او له ځوانانو او مدني فعالانو یې غوښتنه وکړه، چي په دې برخه کي خپل ملي مسؤلیت ادا کړي.

په غونډه کي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د زرغون صندوق پروژې مسؤل محمد مصطفی صاحب‌زاده ګډونوالو ته د زرغون صندوق (GCF) په هکله معلومات ورکړل او همدارنګه یو شمیر نورو ویناوالو هم د موضوع اړوند خپل معلومات شریک کړل.

په غونډه کي د بېلابېلو موضوعاتو اړوند ګروپي کارونه ترسره سول او د ګډونوالو له لوري د پوښتنو، غوښتنو او وړاندیزونو په مطرح کولو پای ته ورسېده.

854 ټول کتل سوی شمېر 87 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...