کندهار:کډوالو ته د استانتياو رامنځ ته کولو په موخه غونډه جوړه سول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د PRC بیامیشت کیدنې ولایتي کمیټې نوبتي غونډه جوړه سوه

د دوشنبې په ورځ د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د PRC بیامیشت کیدنې ولایتي کمیټې نوبتي غونډه جوړه سوه، چي د اړوند دولتي ادارو مسؤلينو او همکارو موسساتو استازو ګډون کړی وو.

په پيل کي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس دوست محمد نایاب د غونډي اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل او وويل، دغه غونډه په نوبتي ډول په هرو دوو مياشتو کي د بيرته راستنېدونکو سره د اړينو همکاريو په موخه جوړېږي.

په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال خبري وکړې او وويل، د بيرته راستنېدونکو د لازمو اړتياوو د پوره کولو لپاره ولايتي اداره ژمنه ده، چي ترڅنګ يې د همکاره مؤسساتو څخه هم مننه وکړه، چي وخت پر وخت په دې برخه کي همکارۍ کوي.

ښاغلي منيب وويل، موده مخکي د مهاجرينو لپاره په پنجوايي او دامان ولسواليو کي دوه ښارګوټي منظور سوي، چي د جوړېدو په موخه يې له مرستندويه مؤسساتو څخه هم د هر اړخيزه همکاريو غوښتنه وکړه.

د ولايت مقام مرستيال سپارښتنه وکړه، چي د بيرته راستنېدونکو لپاره دي اساسي برخو ته پاملرنه وسي او د هغوئ د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه دي اوږدمهاله پروژې عملي کړل سي.

په غونډه کي د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رئيس د موضوع اړوند پريزينټېشن هم وړاندي کړ.

884 ټول کتل سوی شمېر 81 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...