په کندهار مرکزي محبس کي د بندیانو لپاره کتابتون جوړ سو

د کندهار مرکزي محبس مدیریت، پیوند مدني ټولني او یو شمېر ځوانانو په رضاکارانه ډول د دغه ولایت په مرکزي زندان کي د سلیمان ماکو په نوم کتابتون جوړ کړ.

دغه کتابتون تیره ورځ یکشنبه د بندیانو پر مخ پرانیستل سو، چي مراسمو کي د ولایت مقام بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت الله افغان ،د مرکزي محبس او پولیسو اکاډمۍ مسؤلینو، منسوبینو، ځوانانو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

د مرکزي محبس مدیر سمنوال محداګل مجاهد وویل، یاد کتابتون چي د شاوخوا ۲ سوه زره افغانیو په لګښت جوړ سوی، په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، دیني، تاریخي او یو شمېر نورو برخو کي ۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري.

د ښاغلي مجاهد په خبره، یاد کتابتون به د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلور بجو د بندیانو پر مخ پرانیستی وي، همدارنګه کولای سي، چي تر ثبت وروسته خپلو خونو ته هم کتابونه له ځان سره یوسي.

د ولایت مقام بشري سرچینو رئيس جاویدالله سلطاني په خپلو خبرو کي وویل، چي د بندیانو د اصلاح او سالمي روزني لپاره په زندان کي د کتابتون موجودیت ډېر اړین دی او په وینا یې ولایتي اداره هڅه کوي، چي زندان د بندیانو د اصلاح او تهذیب په مرکز بدل کړي.

په ورته وخت کي د کندهار مرکزي زندان ۳۳ تنو افسرانو، چي درې تني یې ښځینه پولیسي وې په شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کي تر دو میاشتنیو روزنیزو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د مرکزي محبس مدیر سمنوال محمداګل مجاهد فارغو سویو افسرانو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، دغو افسرانو ته د محبس په تعلیمي چوکاټ کي په بېلابېلو برخو کي روزنیزي زده کړې ورکول سوي او د محبس دننه به خپلي دندي اجرا کوي.

د ولایت مقام بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني د پولیسو پر مسلکي توب او ظرفیت لوړني د ټینګار ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چي له فرصتونو په ګټې اخیستې د ظرفیت لوړني او مسلکي توب په برخه کي لا خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او همدارنګه یې د یو شمیر نورو نظامي مسؤلینو په ملتیا پر فارغو سویو افسرانو د فراغت سندونه هم ووېشل.

916 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...