د SAWABAC مؤسسې عمومي مسؤل کندهار والي سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د SAWABAC مؤسسې عمومي مسؤل انجینر جان محمد همدرد ولایت مقام کي کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل او پر مهال یې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه وویل، دغي مؤسسې په ۱۹۸۸م کال کي په فعالیت پیل کړی او تر دې مهاله یې د مؤسسو ترمنځ همغږۍ راوستلو، بیلابیلو برخو کي د ظرفیت لوړوني او عدالت غوښتني په برخه کي سلګونه پروژې تطبیق کړي دي او همدارنګه یې د ظرفیت لوړوني په برخه کي د ځینو وروستیو کورسونو او SDG-C پروګرام د ختم خبر ورکړ.

کندهار والي حیات الله حیات په خپلو خبرو کي د سوابک مؤسسې د فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، مرستندویه مؤسسې دې ولایتي ادارې سره په همغږۍ خپل پروژې تطبیق کړي، څو ولس ته د اړتیا او غوښتني مطابق خدمات وړاندي سي.

ښاغلي حیات په ټینګار وویل، ولایتي اداره د تکراري او غیر پلاني پروژو د مخنیوي په موخه هغو پروژو تطبیق ته اجازه نه ورکوي، چي ولایت مقام او اړوندو دولتي ادارو سره همغږي سوې نه وي.

ښاغلي حیات په ورته وخت کي پر ټولو مرستندویه مؤسسو ږغ وکړ، چي د کرونا ویروس د خپرېدو او مخنیوي لپاره د وقایوي خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کي همکاري وکړي.

7846 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...