حیات: ټول عمده او پرچون پلورونکي دې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو لوړېدو څخه ډډه وکړئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د دوشنبې په ورځ د سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، ملي سوداګر حاجي صدیق مومند او یو شمېر نورو سوداګرو سره ولایت مقام کي د لیدني پر مهال وکړې.

د لیدني په پیل کي د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهیر او ورسره راغلو سوداګرو یو په بل پسې خبرو کي وویل، چي د پاکستان له لوري د سپین بولدک-چمن سوداګریزي لاري د بندیدو له کبله د دوی څه کم دوه نیم زره کانټینره سوداګریز توکي په چمن کي بند پاتي دي او دوی ته د تېرې یوې نیمي اوونۍ راهیسې په میلیونونو افغانۍ زیان رسېدلی دی، چي له امله یې په بازار کي د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم لوړې سوې دي او په یاده برخه کي یې د کندهار والی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي حیات الله حیات په خپلو خبرو کي وویل، چي جمهوررئيس تېره ورځ د سارک سازمان غړو هېوادونو سره د ویډیو کنفرانس له لاري یادونه وکړه، چي کرونا ویروس دې د سوداګرۍ د خنډ سبب نه ګرځي او زیاته یې کړه، چي په ولایتي کچه د پاکستان قونسلګرۍ سره دغه موضوع شریکه سوې او همدارنګه د ولایت مقام او بهرنیو چارو ریاست په ګډه هلو ځلو دغه موضوع د مرکزي ادارې سره هم په جریان کي ده، ترڅو د سوداګریزو اموالو په راخوشي کولو کي عاجل ګام پورته سي.

ښاغلي حیات پر ټولو عمده او پرچون پلورونکو غږ وکړ، چي هیڅوک دې په دې حساسو حالاتو کي د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې نه لوړوي او د لا ښې همغږۍ په موخه یې د ښاروالۍ مرستیال ته لارښوونه وکړه، ترڅو د اصنافو سره د همغږۍ غونډي جوړې کړي او په بازار کي د بیو د لوړېدو مخه ونیول سي.

کندهار والي پر ټولو کندهار مېشتو سوداګرو غږ وکړ، چي د نورو ولایتونو د سوداګرو په څېر دې په کندهار کي هم د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي به موخه د روغتیايي مراکزو او عامو ولسونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو په ګډه د دې وبا څخه خپل ولسونه خوندي وساتو.

11461 ټول کتل سوی شمېر 96 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...