د ولایتي پرمختیايي کمېټې (PDC) میاشتنۍ غونډه جوړه سوه

د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کي د ولایتي ادارې پرمختیايي کمېټې (PDC) میاشتنۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د سکټوري ادارو رئيسانو، او د غیردولتي مؤسسو استازیو او مسؤلینو ګډون کړی وو.

د غونډي په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، جمهوررئیس غني د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه تدابیري غونډه کي ټینګار کړی، چي ټول مربوطه ارګانونه باید د دې ویروس د مخنیوي په برخه کي وقایوي خدمات وړاندي کړی.

ښاغلي حیات یادونه وکړه، هره ورځ د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو څخه د کندهار د عمومي لويي لاري په اوږدو کي شاوخوا ۲ زره تنه خپلو سیمو ته تګ راتګ کوي او ستنېږي، چي باید د تشخیص لپاره یې لازم تدابیر ونیول سي، تر څو کندهار کي دغه ویروس خپور نسي.

کندهار والي دولتي ادارو او مرستندویه مؤسسو ته د روغتیايي کیټونو او د ډاکټرانو حفاظتي جامو برابرولو، عامه پوهاوي او یو شمېر نورو برخو کي د لازمو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړه.

وروسته د ارغنداب سیند‌ییزې حوزې رئيس انجینر توریالي محبوبي د ۱۳۹۹ کال لپاره د سیندییزې حوزې اړوند د ۴۸ بېلابېلو پروژو په اړه معلومات شریک کړل، چي د غونډي مشرتابه له لوري تائید او د تکراري پروژو پر مخنیوي ټینګار وسو.

ورپسې په ولایتي کچه د پروژو د نظارتي کمېټې ولایت مقام سکتوري ریاست غړي فرید احمد د پرېزنټشن له لاري د ښار او ولسوالیو په کچه د پروژو د تېري ربعي راپور شریک او د پروژو د تطبیق پر وړاندي یې د شته خنډونو، ستونزو، همغږۍ نشتون او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبري وکړې.

وروسته کندهاروالي دولتي ادارو او همکارو مؤسسو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي ولایت مقام او اړوندو ادارو سره په همغږۍ خپلي پروژې تطبیق کړي، څو د لومړیتوبونو پر اساس خدمات وړاندي او د ولس اړتیا او غوښتونو ته رسیده‌ګي وکړي.

کندهار والي په ټینګار سره وویل، د تکراري او غیرپلاني پروژو د مخنیوي په موخه د هغو پروژو تطبیق ته اجازه نه ورکوي، چي ولایت مقام او اړوندو دولتي ادارو سره همغږۍ سوي نه وي.

د غونډي په پای کي ګډونوالو خپل نظریات، ستونزي او وړاندیزونه وړاندي او په اړه یې لازم د مجلس رهبري لازم تصمیمونه ونیول.

818 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...