دشهيد ستر جنرال عبدالرازق په نوم د اتفاق او اتحاد بدني ښکلا سيالۍ ترسره سوې

په کندهار کي خپلواکۍ اتل او هیواد د دفاع شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم د اتفاق او اتحاد بدني ښکلا سيالۍ ترسره سوې

دغه سيالۍ، چي د ۱۲ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ جوړي سوي وې د جمعې په ورځ ننداره سوې او پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، ولسوال مطيع الله بارکزی، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، په زيات شمېر ورزش کارانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي غوره ورزش کارانو ته د ډالۍ ورکولو ترڅنګ بېلابېل نمايشات هم نندارې ته وړاندي سوه او پر مهال یې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب خبري وکړې او له ۱۲ ولايتونو څخه راغلو ورزشکارانو ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ خوښي وښودل، چي کندهار د داسي سياليو لپاره د مېلمه ولايتونو کوربه توب کوي.

ښاغلي منيب وويل، دغه سيالۍ يې د ځوانانو د روزني او بېځايه کړنو څخه د هغوئ د مخنيوي په موخه پر لاره اچولی، چي دې ته ورته سياليو په برخه کي يې د لا همکاريو ډاډ وړاندي کړ.

بلخوا ځوانان هم خوښ وه او د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب او نورو اړوندو مسولينو څخه يې مننه کول، چي د ځوانانو د تعليم ترڅنګ يې ورزشي برخي ته هم پاملرنه کړې او په دغه برخه کي دوامداره هڅي کوي.

د بدني ښکلا دغه سيالۍ د ورزشي رياست لخوا پر لاره لوېدلي، چي مالي ملاتړ يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، امنيه قومندان تورن جنرال تادين خان، کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات او د يو شمېر خصوصي شرکتونو مسؤلينو پر غاړه درلود.

531 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...