سرتېریه؛ ورځ دې مبارک شه / عبدالمنان توحیدیار

د کب یا حوت اوومه نیټه چې د سرتېرو په نوم نومول شوې ده، بیلابیلو ولایتونو کې دا ورځ نمانځل شوې او سرتېرو د هڅو قدرداني شوې او د شهیدانو سرتېرو له کورنیو سره غمرازي ښودل شوې ده.
د سرتېري ورځ د دې لپاره نمانځل کیږي چې خلک د سرتېري په قدر پوه شي او په دې اګاه شي چې دا نوم روښانه او نوم ورکي خلک خپل ژوند په داو لګوي او د خلکو د ناموس او د دې خاورې لپاره یې ځان باندې ژوند حرام کړی، خو نورو ته د ارام ژوند کولو دنده ترسره کوي.
خو له بده مرغه به ووایم چې سرتېریه!
ستا دښمن یواځې بیرونی نه دی، کورنۍ پلورل شوی افغان هم ستا پرضد تبلیغ کوي او ستا وژلو ته دسیسې لټوي.
سرتېریه! ته د وطن پرسته خلکو په زړونو کې یې د او ستا ځای هیڅکله له هغوی سره نه ورک کیږي او نه دې ورسره قدر کمیږي.
سرتېریه! ستا ځای خاینینو او وطن فروشانو سره نشته، هغوی هره ورځ ستا په سر پيسې اخلي او له دې درکه خپل ځان تغذیه کوي.
سرتېریه! ته مه خفه کیږه، هغه افغانان چې ستا پر ضد دسیسې جوړوي، خدای جاهل پیدا کړي، یو څوک چې خپل خدای نه پيژني، تا به څه وپيژني او یا به دې په پوره قدر باندې پوه شي.
سرتېریه! که جاهل او نادانه خلک ستا په ارزښت پوه شي، په میلیون روپۍ به دې یو نوک ضایع نه کړي.
سرتېریه! ستا ځای د دې وطن غیږ کې دی، ستا ځای هغو کسانو سره دی چې له دې وطن سره مینه لري، دا خاوره خپله ګڼي.
سرتېریه! ته مه خفه کیږه، که نن ستا ورځ ده او ته په سختو دندو کې یې، همدا ستا لپاره ویاړ او شان دی.
سرتېریه! ته مه خفه کیږه، یوه ورځ به راځي چې ستا دښمن خلک به ستا پښو ته در غورځیږی او ستا ارمان به کوي.
سرتېریه ! هره ورځ ستا ده، ځکه ته هره ورځ د دې وطن د خاورې او خلکو د ناموس لپاره ویښ پاتې یې او یا سنګر کې یخنۍ او ګرمۍ کې ژوند کوې.
سرتیریه! که په دې ورځ چا یا نه کړې، مه خفه کیږه، ځکه د دې وطن دومره اولادونه په خیانت او دسیسو بوخت دي، چې ستاسو ستاینه ترې کله هیره شي.
سرتېریه! ورځ دې مبارک شه، هره ورځ دې اختر شه او خدای دې سوله راولي چې د جګړې سنګر کې دې ارامي ورځې هم وګورې.

688 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پښتون غورځنګ بیا د سترې غونډې تابیا نیسي / سید عبدالله پاچا

ټاکل شوې د راروانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د ...