د کب اوومه؛ د سرتېري ورځ/جلال الدین حقیار

ولسمشر دوه کاله وړاندې د کب اوومه د سرتېري ورځ ونوموله اوپه دې ورځ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او قربانیو ستاینه کیږي.
د دې ورځې په مناسبت خلک د سرتېرو په تړاو خپل نظرونه وایي، د هغوی لپاره د قدردانۍ او میړانې جملې لیکي، شعر لیکي شعارونه ورکوي او سرتېري ته مورال ورکوي چې دا وطن او خاوره بې له تاسو هیڅ ده.
دا ورځ تېر دوه کلونه په شانداره مراسمو نمانځل شوې، خو سږ کال درې موضوعاتو دا ورځ کمرنګه کړې، خو له نیکه مرغه له سرتېرو سره د خلکو مینه زیاته شوې.
د ټاکنو پایلې، راتلونکی حکومت، د سولې خبرې او د کرونا وایروس په تړاو اندیښنې هغه څه و چې دا ورځ یې کمرنګه کړې.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نظام بنسټ جوړوي او د افغانستان ساتلو قسم له ځان سره لري چې له خپل ځان او وینې پرې تېر دي.
دا کوم شعار نه دی، تاسو ولیدل چې سرتېرو په داسې ځایونو کې ترهګر په نښه کړل، چې د ترهګرو لومړی مرکز یادیږي.
تېر یو کال کې شاوخوا شل زندانونه د طالبانو مات شوي، دا زندانونه تر کلک امنیتي تدابیرو لاندې و، خو افغان ځواکونه وتوانیدل چې تر زندانونو ځان ورسوي او زندانیان روغ رمټ راخوشې کړي.
سرتېري شپه او ورځ بیداره دي چې خلک ارام خوب وکړي، سرتېري شپه او ورځ په ګزمه دي چې ددې وطن خاوره د غلیم په لاس کې ور نه شي، سرتېري شپه او ورځ ګرځي چې دا نظام ونه نړیږي، او…..
د سرتېرو په موږ حق جوړیږي، چې لږ تر لږه د هڅو او قربانیو قدرداني یې وکړو او وارثینو ته یې یو ډاډ ورکړو چې ستاسو قرباني د ټول افغانستان لپاره ده او دا قرباني نه هیریدونکې ده.
ما تېره ورځ ځينې تصویرونه ولیدل چې ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د افغان شهید شویو سرتېرو کورنۍ ورغوښتې وې چې د هغوی د قربانیو څخه یادوونه او قدرداني یې وکړي.
دا کار باید ټولو ولایتونو کې شوی وی، لږ ترلږه سرتېری به وګوري، چې که زه قرباني ورکووم یو څوک شته چې زما قرباني ستایي او زما کورنۍ یې په یاد ده، دا ډيره لویه خبره ده.
سرتېری وسله لري، زړه لري، شجاعت او میړانه لري، یواځینی د خلکو ملاتړ دی چې سرتېري ته لا ډير مورال ورکولی شي چې دښمن پسې لکه د زمري لاړ شي او له منځه یې یوسي.
یو خو دا سرتېري دي چې هره ورځ سنګر کې وي او هره ورځ له ترهګرو سره مخ وي، جګړه کوي او د ترهګرو پلانونه خاورې کوي او اجازه او موقع نه ورکوي چې هغه ارمانونو ته ورسیږي چې خپل بادار څخه یې د امکاناتو په بدل کې دستور اخیستی وي.
افغانستان یو بل ډول سرتېري هم لري چې بې نومه یادیږي، هغوی د دښمن پلان پيدا کوي، د دښمن مرکز پيدا کوي، جاسوس او ترهګر پيژني، د هغه په اړه مالومات پيدا کوي او بیا ښکاره سرتېرو سره داهر څه شریکوي او هغوی تر زندان او یا قبر رسوي.
نو راځئ چې خپل سرتېري وستایو، سرتېري راباندې حق لري، دا نن چې موږ او دا خاوره شته، دا د سرتېرو برکت دی.

746 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پښتون غورځنګ بیا د سترې غونډې تابیا نیسي / سید عبدالله پاچا

ټاکل شوې د راروانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د ...