له واکسین سره د طالبانو دښمني دوام لري / بریالې ویاړ

د پولیو واکسین د ماشومانو له ګوزڼ مخنیوی کوي او د ټولې نړۍ جګړه ځپلو سیمو کې کیږي، افغانستان کې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې اجازه نه ورکوي.
طالبان ځکه د پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوي چې له پاکستان یې فتوا راوړي چې دا واکسین ماشومانو لپاره ښه نه دي، خو د پاکستان هر کور کې د پولیو واکسین کیږي او هيڅوک یې مخه نه نیسي.
دا چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوي، له همدې کبله هر کال افغانستان کې تر لس د ګوزڼ پېښې ثبت کیږي، دا پېښې هغو سیمو کې ثبت کیږی چې طالبان د واکسینو اجازه نه ورکوي.
طالبان له ډيرو فشارونو سره اړ شوي چې یواځې روغتیایي مرکزونو کې د پولیو د واکسینو اجازه ورکړي.
خو د افغانستان خلک یا په ځانګړي ډول هغه سیمې چې طالبان پرې کنټرول لري، د پولیو په اهمیت نه دي خبر او چې کور ته واکسین ور نه شي، حاضر نه دي چې روغتیایي مرکزونو ته د واکسینو لپاره لاړ شي.
د پولیو واکسین کور پپه کور ډیزاین شوي او د واکسین رضاکاران اړ دي چې د هر کور دروازه وټکوي، د واکسین پپه تړاو خلکو ته مالومات ورکړي او واکسین تر اړمن ماشوم ورسوي.
تازه کندهار کې طالبانو د دوشنبې په ورځ یوه ولسوالۍ کې بیخي د پولیو اجازه نه ورکوي او نورو ولسوالیو کې بیا کور په کور اجازه نه ورکوي.
طالبان پلمه دا کوي چې د پولیو رضاکاران د دوی د وسله والو مرکزونو مالومات دولتي او بهرنیو ځواکونو ته ورکوي، خو د پولیو واکسینو مسوولینو دا پلمه هم د طالبانو ختمه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې خپل کسان دې د رضاکارانو په صفت معرفي کړي چې د پولیو څاڅکي د دوی تر کنټرول لاندې کلیو کې خلکو ته ورسوي.
طالبان ادعا کوي چې د پولیو رضاکاران جاسوسي کوي له همدې کبله کور په کور د واکسین اجازه نشته، خو دا پلمه ځکه د منلو نه ده چې د دوی کسان دې دا واکسین وکړي، د روغتیا برخه به ورته لازم امکانات برابر کړی.
د تاوتریخوالي د کمولو په دې اوونۍ کې هم طالبان له ولسي خلکو سره تاوتریخوالی کوي، لږ تر لږه باید دې ورځو کې خو یې اجازه ورکړی وی چې تر پنځه کلنۍ ماشومانو ته واکسین رسیدلی وی.
طالبان به له پولیو سره یا مشکل لري او یا نه، د طالب دښمني له افغانانو سره ده او نه غواړي چې افغانستان له پولیو پاک اعلان شي.
ویلی شو، تر څو چې طالبانو جګړه وي، تر هغې افغانستان له پولیو پاک نه شي اعلان کیدلی.

2191 ټول کتل سوی شمېر 67 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پښتون غورځنګ بیا د سترې غونډې تابیا نیسي / سید عبدالله پاچا

ټاکل شوې د راروانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د ...