کندهار کي معلولینو د مجاهدینو د بریا او د روسانو د وتلو ورځ ونمانځله

په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د افغان معلولینو د بیارغوني اداره کي غونډه جوړه سوې وه،چي د اړونده ادارې دمسؤلینو ترڅنګ په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري او ګڼ شمېر معلولینو برخه اخیستې وه.

د غونډي په پيل کي دکار او ټولنیز چارو رئیس حمیدالله مبارز وویل، افغانانو تل د خاوري او خلکو دساتني لپاره مبارزه کړې، قربانۍ يې ورکړي او نړۍ ته يې ثابته کړې، چي افغانان خپلواک او نه بیلیدونکي ولس دي.

نوموړي زیاته کړه، افغان معلولین دهمدغو مجاهدینو دسنګر ملکري وه، دخاوري په ساتنه کي يې د خپل بدن خواږه غړي له لاسه ورکړي او اوس باید حکومت همکاري او مرسته وکړي.

په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري د خپلو خبرو پر مهال د مجاهدینو دبریا کیسه وکړه او د هغه وخت ستونزي، چي مجاهدین يې کړولي وه یو په یو بیان کړې.

نوموړي دمعلولینو حقونو ته په اشاره وویل، معلولین دهمدې خاوري قربانیان دي، همدا معلولین ۳۱ کاله وړاندي د مجاهدینو سره یو ځاي د روسيې سرو لښکرو پر وړاندي جنګیدلي ،خاوره يې د پردي یرغل څخه خلاصه کړه،خو د بدن خواږه غړي يې هم له لاسه ورکړي دي او په خبره یې ولایتي اداره دمعلولینو سره په تمامه معني همکاره ده، دمعلولینو ږغ ترمرکزي ادارې رسوي او دحق غوښتنه يې ددوئ دنده ده.

په غونډه کي معلول کسانو وویل، دهیواد په ساتنه کي يې دبدن خواږه غړي له لاسه ورکړي، لاهم چمتو دي، چي دخاوري ساتنه په همدې نیم بدن وکړي او ترڅنګ يې په تکرار سره د افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چي معلولینو ته دي د ټولني د عادي وګړي په سترګه وکتل سي او حق يې باید ورکړل سي.

611 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...