نړیوال موسسات دي په کندهار کي خپل د خدماتو ساحې پراخي کړي

دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د هيواد په کچه د IOM يا بيرته راستنېدونکو پروګرام مسؤل Nicolas pishob سره ليدنه کي وکړې.

په لیدنه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب وویل، په محلي کچه زموږ امکانات محدود دي او زموږ سره باید همکار موسسات ځانګړې همکاري وکړي ځکه کندهار له ۳ څخه تر ۴ میلیونه وکړو پوري نفوس لري او د مرستو اړوند برخو کي دي نړیوال موسساتو ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي منیب ټينګار وکړ، چي موسسات دي د خپلو مرستو لړۍ لېرو پرتو سیمو ته لا هم زياته کړي، ترڅو ولسونو ته بیلابیلو برخو کي لازمي اسانتياوي رامنځته سي.

مرستیال والي د کډوالو اړوند اساسي کارونو په برخه کي د هغوي د سرپنا نشتون یادونه وکړه او وویل، د کډوالو لپاره په دامان او پنجوایي ولسوالیو کي د ښارګوټو مځکي منظور سوي، چي اوس باید پر یادو سیمو سرپناوي جوړی سي او یاده برخه کي یې د موسساتو مرسته اړینه وبلل.

د ولايت مقام مرستيال غوښتنه وکړه، چي د کرونا ویروس په اړه دي موسسات د عامه پوهاوي اړوند د کندهار محلي راډیوګانو ته اعلانات ورکړي، تر څو کور په کور د یادي مریضي په اړه عامه پوهاوی رامینځته سي.

وروسته راغلو مسؤلینو هم ډاډ وړاندي کړ، چي خپل پروګرامونه به د ولایت مقام او اړوند ریاستونو سره په همږغۍ مخته وړي او د ولایتي ادارې د همکاریو یې مننه وکړه.

1416 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...