د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د يوې لويي جامع جومات د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د سکتوري رئیسانو په ملتيا يادي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د يادي ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلینو په حضور کي د يادي جامع د جوړېدو چاري رسما پيل کړې.

په مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال وويل، د ولايتي ادارې په هڅو او جمهور رئيس محمد اشرف غني په پېرزوينه د کندهار لپاره ۱۸ محرابه جامع جوماتونه منظور سوي، چي په خبره يې ۱ محراب به په کندهار ښار او نور به په ټولو ولسواليو کي جوړېږي.

ښاغلي منيب ژمنه وکړه، چي د نورو ولسواليو ترڅنګ به ژړۍ ولسوالۍ ته لا هم پاملرنه زياتوي او له ځايي اوسېدونکو يې غوښتنه وکړه، چي د يادي پروژې په نظارت او ساتنه کي همکار پاته سي.

ياد جامع جومات د ۸۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري او پروژه به د ۶ مياشتو په جريان کي د ۱۰،۷ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړه سي، چي د جوړیدو پر مهال به یې سلګونه ځايي ولسونو ته د کار زمينه برابره سي.

449 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...