م.م : که مو د افغانستان د سولې فرصت ضایع کړ، هېڅوک مو نه بښي

ملګري ملتونه وایي د افغانستان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په پاکستان کې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره غوره او مهم فرصت رامنځ ته شوی دی.

دده په خبره دغه فرصت باید په هېڅ صورت ضایع نه شي. د ګوتریش په خبره که د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع شو، نو هېڅوک به د فرصت ضایع کوونکي و نه بښي.

نوموړي پر پاکستان هم غږ کړی چې په رښتینې توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده او په خبره افغانان باید له روانې خونړۍ جګړې د تل لپاره راووځي.

634 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...