کندهارکي دسولي تر نامه لاندي کتابتون ته هره ورځ په زیات شمېر ځوانان د مطالعې لپاره ورځي

ددې کتابتون مسؤل وايي، د تېرو څو میاشتو څخه یې د سولي په نامه کتابتون جوړ کړی، چي په خبره یې له دې لاري غواړي د سولي پیغام ورسوي.

بل خوا ځوانان وايي، چي دغه ډول حرکتونه د پرمختګ زېری ورکوي او نور شتمن هم باید دغه ډول حرکتونه پېل کړي.

په کندهار کي دسولي کتابتون ته د ورځي لسګونه ځوانان راځي او د مطالعې لپاره راځي او دلته تدریسي، معلوماتي، سیاسي او نور ټولنیز کتابونه پیدا کوي او دلته د سولي په اړه عامه پوهاوی تر لاسه کوي.

د سولي عامه کتابتون مسؤل منور احمد واحدي وايي، چي پلان لري د ښار په نورو برخو کي هم ورته کتابتونونه جوړ کړي، چي په خبره یې تر دې کتابتون به غني وي.

واحدي وايي، چي د سولي عامه کتابتون داسي حرکت دی، چي پای ته رسېده نه لري خو وايي چي نور سولیز حرکتونو ژر پای ته رسیږي .

د سولي دغه عامه کتابتون ته راتلونکي ځوانان وايي، دلته هره ورځ د مطالعې لپاره راځي چي سیاسي، ټولنیز، تدریسي او نورو ډول ډول کتابتونه مطالعه کوي.

هغوی وايي، نور شتمن او سیاسي او مدني فعالین هم باید ورته حرکتونه پیل کړي چي په خبره یې دغه ډول سوله غوښتونکي حرکتونه د امن او پرمختګ زېری ورکوي.

له څه وخت څخه چي د سولي خبري پیل سوي په کندهار کي د بېلا بیلو قشرونو او ښځینه او نارینوو له لوري په دوامداره توګه لارویونونه او پراګرامونه تر سره سوي دي.

خبریال: احمدشاه شاداب

813 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...