ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې وه، ولسي جرګه کي دکندهار ځينو استازو هم پکښي ګډون کړی ؤ.

دولايتي شورا په غونډه کي لومړی دلسمي ناحيې اړوند دکوماندو سيمي اوسېدونکو دغلته داړينو خدماتو دوړاندي کولو او دکندهارښاروالۍ څخه يې داړينو اسانتياوو دچمتو کولو غوښتنه وکړل.

غونډه کي مرستيال ښاروال محمد نسيم رضائي ډاډ وړاندي کړ او ژمنه يې وکړل، چي دولسي تړون دپروګرام له لاري به مهمي پروژې تطبيق کړي.

دغه راز شورا کي دملا صاحب په سرای کي دنظامي انداختونو له سببه نژدې کورونو ته دذهني نا ارامتيا او دمعلولينو دحقوقو پر ستونزو هم خبري وسوې.

دولايتي شورا غونډه کي صنعت کارانو دبريښنا شرکت درئيس امان الله فاروقي دکارونو ستاينه وکړل او کارونو کي يې دپوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

ديادوني وړده، چي ولايتي شورا کي دخلګو پرعرضپاڼو هم غور وسو او دخلګو ستونزي يې واورېدې.

خبریال: نثاراحمد احمدي

3705 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...