د امریکا ددفاع وزیر: د سولې تړون خطرناک دی، خو هيلې ورته شته دي

امریکا وايي سره له دې چې له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی خو بیا هم هیله مندي شته ده.

د امریکا ددفاع وزیر مارک اېسپېر وایي د تاوتریخوالي د کمولو او سولې تړون پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي. دده په خبره په دې اړه یې د امریکا له کانګرس او دغه راز د ناټو له غړو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي.

اېسپېر وایي سره له دې چې له طالبانو سره تړون خطرناک دی خو لا هم هیله مندي شته چې دغه تړون د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي او دلته جګړه پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز ویلي چې له ولسمشر غني سره یې هم پر افغان سوله او د سولې پر رامنځ ته شوې هوکړه خبرې کړې دي او هغه یې ملاتړ کړی دی. دده په خبره یو ساعت یې پر دې تړون له ولسمشر غني سره خبرې کړې او داسې ښکاري چې هغه یې هم ملاتړ کړی دی.

474 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...